Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غزه: خلک لاهم د اسرائیلو هوايي بریدونو له اغېزو ځورېږي.

admin by admin
2021/05/29

پر غزې تراړې د اسرائیلو بریدونه د می میاشت کې حماس سره له شخړو وروسته پیل شول،چې یوولس ورځې جکړې دوام وکړ.

دې کړکېچ په سیمه کې سختې ویجاړۍ را منځ ته کړې او د غزې د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې،۲۵۳ کسان  په کې وژل شوي او ۱۹۴۸ نور ټپیان دي.

محمد عطار یو د هغو  کسانو له ډلې دی،چې  په دې بریدونو کې یې خپل درې ماشومانو او مېرمنه له لاسه ورکړي.

د غزې اوسېدونکی محمد عطار وايي: « دا زما کور وو. دلته مې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره ژوند کاوه. کله چې دلته بمبار وشو، دا کور ونړېده. زه د دروازې چوکاټ لاندې ژوندی پاتې شوم او کله چې له نړیدلې ودانۍ بهر راووتم، د خپلو ماشومانو او مېرمنې په اړه  مې پلټنه پیل کړه. ما مې ماشومان تیاره کې د لاسي څراغ د رڼا په مرسته لټول.»

عطار وايي،اوس هڅه کوي،چې د خپلو ماشومانو او مېرمنې یوازې له یو څو انځورونو سره ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه:« دا امیره ده،هغه شپږ کلنه ده. دا سلیم دی او هغه یوازې د اتو کلونو دی. دې تصویر کې امیره او سلیم دواړه راغلي، دوی کور کې کوترې ساتلې وې. دا تصویر یې له کوترو سره اخېستی دی.»

که څه هم محمد عطار خپله د ویر په ټغر ناست دی؛ خو له بل پلوه د خپل هغه ورور پالنه هم ورغاړې ده،چې په همدې جګړو کې سخت ټپي شوی.

دا دواړه وروڼه وايي، دندې یې هم له لاسه ورکړي او په خبره یې اوس مهال سختې شپې ورځې سبا کوي.

د محمد عطار ورور اېهاب عطار وايي:« موږ دندې له لاسه ورکړې او له کنډوالو مو هم کوم ګټور څه ترلاسه نه کړل. موږ هېله لرو،چې څومره ژر کېږي، خپل ویجاړ شوي کورونه بیا ورغوو.»

د اسرائیلو او حماس تر منځ نښتې د می میاشتې په یوویشتمه نېټه د مصر په منځګړیتوب د اوربند په پایله کې پای ته ورسېدلې.

د غزې اوسېدونکي وايي، د اوربند هوکړه به د دوی معنوي، روحي او فزیکي ټپونه په سختۍ ورغوي او کورونه به یې ویجاړ پاتې وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist