Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سټولټنبرګ: افغان ځواکونه د هېواد امینت ټېنګولو وړتیا لري.

admin by admin
2021/05/29

 د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، باوري دی،چې افغان امنیتي ځواکونه به د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته هم د خپل هېواد امنیت او سوله تامین کړي.

سټولټنبرګ وايي، اوس مهال غړي هېوادونه له افغانستانه بهر افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې ورکولو پر مشورو بوخت دي.

 هغه  له اسوشیټیډ پرس سره په مرکه کې ویلي، افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پاېته رسوي، خو له دې هېواد سره به یې  په ملکي او پوځي برخو کې مرستې دوام ولري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي:« افغانانو په تېرو شلو کلونو کې اوږد مزل کړی دی. دوی له پوځي پرمختګ سربېره په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري. اوس د دې وخت دی،چې افغانان په خپله د هېواد سولې او امنیت ټینګښت مسوولیت واخلي.»

سټولټنبرګ ویلي، له افغان حکومت سره به د سلا مشورو، ملکيانو سره د مرستو او د افغان امنتیي ځواکونو د مالي ملاتړ او همدا راز د سولې بهیر چټکتیا په برخه کې به خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه  افغانستان کې د پاتې کېدو پوښتنې په ځواب کې وویل، دا پریکړه به یې له سترو خطرونو سره مل وي.

سټولټنبرګ زیاته کړه: «که موږ افغانستان کې د پاتې کېدو پریکړه وکړو،دا به له لویو  ګواښونو سره مله وي. دا ګواښونه د جګړې شدت، د ځواکونو زیاتول او افغانستان کې بیا د جګړېز ماموریت پیل کول دي.»

د ناټو عمومي منشي ویلي، په پام کې لري،چې افغان امنتیي ځواکونو ته له افغانستانه بهر روزنه ورکړي، خو په وینا یې په دې اړه  یې تر اوسه سلا مشورې  وروستۍ شوې نه دي

بل پلو یو شمېر هېوادونه که څه  هم د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د امنیت په اړه اندیښنه ښودلې،خو سټولټنبرګ ویلي، د کابل هوایي ډګر خوندي ساتلو لپاره هر ډول مالي او لوجیسټیکي مرستې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist