د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د مجاهدینو او پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله ترمنځ د روغې جوړې مرکچي، بېنن سیوان افغانستان کې د نو یمې لسیزې سناریو تکراریدونکې بللې ده.
بېنن سیوان له دویچه وله سره په يوه ځانګړې مرکه کې د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت د ډاکټر نجییب الله له واکمنۍ سره ورته بللی.
سېوان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو او تړون کې افغان حکومت په حاشیه کې بللی او په وینا یې نه باید داسې شوي وی.
سېوان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان کې تېر تاریخ تکرارېدونکی دی ویلي، « له بده مرغه هو! راځئ،چې واضح خبرې وکړو، ډاکټر نجيب الله د پخواني شوروي او روسانو له لوري يوازې پرېښودل شو. د جنيوا له تړون وروسته يې د نجيب الله حکومت سره خپلې مرستې بندې کړې، آن بشري مرستو برخه کې يې هم خپلو تړونونو ته درناوی ونه کړ، اوسنی حکومت هم چې د چا له لوري یې ملاتړ کېده پرېښودل شوی دی. له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان اوسنی حکومت حاشيه کې ساتل شوی او سيل کوي،چې څه به رامنځته شي، هغوی افغانستان پرېږدي، دا حکومت به د ډاکټر نجيب حکومت ته ورته ستونزو سره مخ شي.))
بل پلو د سياسي چارو يو شمېر شنونکي بیا وايي، اوسنی نظام د ډاکټر نجیب د برخلیک سره ځکه نه مخ کېږي چې هغه مهال ټوله نړۍ، لوېديځ هېوادونه، عربان او آن پخوانی شوروي اتحاد هم مجاهدینو سره د هغه و خت نظام د ړنګولو په موخه اوږه په اوږه ودرېده.
د دوی په باور، د نن سناریو ډېره متفاوته ده، نن ټوله نړۍ ظاهرا له موجوده نظام او افغان حکومت سره ولاړه ده او هېڅوک هم نه شي کولائ چې ړنګ يې کړي او ۹۰يمه لسيزه دې تکرار کړي.
د سياسي چاروشنونکي وايي، د ډاکټر نجیب الله او نظام د برخلیک لوی او اصلي لامل او د هغه وضعیت زمینه ساز خپله بېنن سېوان و اوس هغه حالت کاملا متفاوت دی.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله آزاد وايي: « د نن سناریو توپیر لري. نن ټوله نړۍ که هغه غربي هېوادونه دي، عربي هېوادونه دي، د سوېلي اسیا هېوادونه دي، ظاهرآ ټول له افغان حکومت سره ولاړ دي، نه له طالبانو سره. زما په آند ولسمشر غني باید له خیالي نړۍ راووځي، له انحصار شوې حلقې رابهر شي، پر ظرفیتونو کار وکړي، اصلاحات رامنځته کړي او نړیوالې اجماع سره همغږې کړې. »
بېنن سېوان د یو بلې پوښتنې په ځواب کې چې پخوانی ولسمشر څومره سولې ته ژمن و، داسې وویل:« که حقيقت ووايم، ډاکټر نجيب الله د قدر وړ بولم او هغه د سولې برخه کې هر ډول قربانۍ ته تيار و،. هغه وخت ټولو لوریو ویل،چې نجیب په واک کې وي، سوله نه راځي، نجیب به ویل، زه دې نه یم، خو دوی دې سوله وکړي. هغه ان د سولې لپاره خپل مرګ ته تیار و. له ډاکټر نجیب الله سره خپلو خلکو خیانت وکړ. زه هغه پسې کابل ته ولاړم چې له افغانستانه یې وباسم، خو خلکو یې هغه ته اجازه ورنه کړه، اخر مې د ملګرو ملتونو دفتر ته انتقال کړ.»
سېوان په دې مرکه کې ویلي، افغانان په خپله باید سوله یقیني کړي او له جګړې ځان وباسي.











