Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بېنن سیوان: افغانستان کې د نویمې لسیزې سناریو تکرارېدونکې ده.

admin by admin
2021/05/27

د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د مجاهدینو او پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله ترمنځ د روغې جوړې مرکچي، بېنن سیوان افغانستان کې د نو یمې لسیزې سناریو تکراریدونکې بللې ده.

بېنن سیوان له دویچه وله سره په يوه ځانګړې مرکه کې د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت د ډاکټر نجییب الله له واکمنۍ سره ورته بللی.

سېوان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو او تړون کې افغان حکومت په حاشیه کې بللی او په وینا یې نه باید داسې شوي وی.

سېوان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان کې تېر تاریخ تکرارېدونکی دی ویلي، « له بده مرغه هو! راځئ،چې واضح خبرې وکړو، ډاکټر نجيب الله د پخواني شوروي او روسانو له لوري يوازې پرېښودل شو. د جنيوا له تړون وروسته يې د نجيب الله حکومت سره خپلې مرستې بندې کړې، آن بشري مرستو برخه کې يې هم خپلو تړونونو ته درناوی ونه کړ، اوسنی حکومت هم چې د چا له لوري یې ملاتړ کېده پرېښودل شوی دی. له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان اوسنی حکومت حاشيه کې ساتل شوی او سيل کوي،چې څه به رامنځته شي، هغوی افغانستان پرېږدي، دا حکومت به د ډاکټر نجيب حکومت ته ورته ستونزو سره مخ شي.))

بل پلو د سياسي چارو يو شمېر شنونکي بیا وايي، اوسنی نظام د ډاکټر نجیب د برخلیک سره ځکه نه مخ کېږي چې هغه مهال ټوله نړۍ، لوېديځ هېوادونه، عربان او آن پخوانی شوروي اتحاد هم مجاهدینو سره د هغه و خت نظام د ړنګولو په موخه اوږه په اوږه ودرېده.

د دوی په باور، د نن سناریو ډېره متفاوته ده، نن ټوله نړۍ ظاهرا له موجوده نظام او افغان حکومت سره ولاړه ده او هېڅوک هم نه شي کولائ چې ړنګ يې کړي او ۹۰يمه لسيزه دې تکرار کړي.

د سياسي چاروشنونکي وايي، د ډاکټر نجیب الله او نظام د برخلیک لوی او اصلي لامل او د هغه وضعیت زمینه ساز خپله بېنن سېوان و اوس هغه حالت کاملا متفاوت دی.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله آزاد وايي: «  د نن سناریو توپیر لري. نن ټوله نړۍ که هغه غربي هېوادونه دي، عربي هېوادونه دي، د سوېلي اسیا هېوادونه دي، ظاهرآ  ټول له افغان حکومت سره ولاړ دي، نه له طالبانو سره. زما په آند ولسمشر غني باید له خیالي نړۍ راووځي، له انحصار شوې حلقې رابهر شي، پر ظرفیتونو کار وکړي، اصلاحات رامنځته کړي او نړیوالې اجماع سره همغږې کړې. »

بېنن سېوان د یو بلې پوښتنې په ځواب کې چې  پخوانی ولسمشر څومره سولې ته ژمن و، داسې وویل:« که حقيقت ووايم، ډاکټر نجيب الله د قدر وړ بولم او هغه د سولې برخه کې هر ډول قربانۍ ته تيار و،‎. هغه وخت ټولو لوریو ویل،چې نجیب په واک کې وي، سوله نه راځي، نجیب به ویل، زه دې نه یم، خو دوی دې سوله وکړي. هغه ان د سولې لپاره خپل مرګ ته تیار و. له ډاکټر نجیب الله سره خپلو خلکو خیانت وکړ. زه هغه پسې کابل ته ولاړم چې له افغانستانه یې وباسم، خو خلکو یې هغه ته اجازه ورنه کړه، اخر مې د ملګرو ملتونو دفتر ته انتقال کړ.»

 سېوان په دې مرکه کې ویلي، افغانان په خپله باید سوله یقیني کړي او له جګړې ځان وباسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist