Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چمن کې پرلت کوونکي د خونړۍ پېښې عاملانو مجازاتولو غوښتنه کوي

چمن کې پرلت کوونکي د خونړۍ پېښې عاملانو مجازاتولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/06

پاکستاني ځواکونو وړمه ورځ په هغو خېمومخامخ ډزې وکړې، چې له تېرو ۷ میاشتو راپدېخوا په کې اعتراض کوونکي د پاکستان له حکومته د خپلو غوښتنو په اړه غږ پورته کوي.

اعتراض کوونکي د پاکستاني ځواکونو پروني بريد په اړه وايي، اعتراض کوونکي د غرمې ډوډۍ ته تللي وو او ملېشه ځواکونو له فرصته په استفادې د پرلت پر کمپ برید وکړ او خېمې یې وروسوځولې، چې په لړ کې یې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، له ۲۰ ډېر ټپیان شول او د ۴۰ شاوخوا پرلت کوونکي لادرکه شول.

چمن کې د پرلت ویاند عبدالصادق اڅکزی وايي: « پاکستاني رسنیو زموږ خبرې هېڅ خپرې نه کړې پاکستانۍ ورځپاڼې او رسنۍ د پوځي قیادت تر تصرف لاندې دي، زموږ غږ څوک نه اوري. موږ ریاست چلنجوو چې کندهار او کوټه دوه وروڼه دي او دا زموږ د مشترکې سوداګرۍ د اوو میاشتو درنه ناسته ده.»

د پرلت مسوولین وایي، د پاکستان حکومت د خپلو کړیو ژمنو پر خلاف عمل کړی او لا يې هم نه ده منلې، چې پر چمن لار به د خلکو تګ او راتګ د پخوا په څېر پر تذکرې او شناختي کارډ کېږي.

خلکو په پرلت کوونکو د پاکستاني ځواکونو د وړمې ورځې بريد له امله په چمن کې کاربندیز کړی او د چمن-کوټې لار یې هم تړلې ده.

دوی وایي، پرلت ته تر هغه دوام ورکوي څو د دغو برید کوونکو پر ضد قانوني چلن نه وي شوی.

اڅکزي زیاته کړې: « په اصل کې اووه میاشتې کېږي چې د چمن پرلت کوونکو یوازینۍ غوښتنه همدا ده چې پر پاک – افغان باډر په ۱۰۰ کیلو مټره کې د کندهار او کوټې خلک تګ راتګ پر شناختي کارډ او افغاني پېژندپاڼه باید وکړي؛ له بده مرغه حکومت داسې پرېکړه وکړه چې له اوو میاشتو راهیسې په کې ټول وطن خوار شو، سوداګري په کې له منځه لاړه او د چمن او کندهار خلک په کې ډېر زیانمن شول، موږ څلور میاشتې او ۱۰ ورځې ټرانسپورټي اعتراض کړی و.»

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۲۱مې راهیسې لسګونه کسانو د چمن سپین بولدک پر لاره په ازاد تګ راتګ د پاکستان د محدودودیتونو پر ضد پرلت پیل کړی، چې له دې سره وړمه ورځ په چمن کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې څلور کسان ووژل شول او وروسته له دې پېښې په همدې دې سيمه کې يوه ولسي غونډه جوړېږي او په دې جرګه کې به د دغو کسانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو او د چمن- سپين بولدک ترمنځ د ويزې د ورکړې پر لارو چارو خبرې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist