Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

المان له افغانستان سره تر ۲۰۲۳ کال پورې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

admin by admin
2021/05/26

کابل کې  د المان د قانون ملاتړې نړیوالې ادارې یا GIZ   له افغان حکومت سره عدالت ته د لاسرسي، امنیتي او عدلیې اړوندو نهادونو سره د ۴،۵ مېلیونو یورو تازه مرستو تړون لاسلیک کړ.

دغه مرستې چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې دوام کوي، عدالت ته د لاسرسي، ښاري حقونو پراختیا او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو، عدلیې نهادونو او پولیسو سره د مرستې برخو کې به لګول کېږي.

 کابل کې د المان  قانون ملاتړې نړیوالې ادارې مشر برنډ مسیر اشمت وایي:« پرېکړه پر دې ده،چې الماني پوځ له افغانستانه ووځي. زموږ مرستې به په  ملکي او  د بشري حقونو برخو کې له افغانانو سره دوام لري.))

عدلیې وزارت په حکومت کې د ستونزو او قانون ماتونې خبره وکړه، او په وینا یې له دې وروسته به د قانون ناقضینو پر وړاندې عملي ګامونه اوچت کړي.

د عدلیې وزیر  فضل احمد معنوي وایي: « له خلکو سره مو ژمنه دا ده، چې د تېر په پرتله به ډېره هڅه وکړو.اصلاحات به رامنځته کړو، په ځانګړې توګه د قانون پلې کولو برخه کې، ترڅو د خلکو رضایت ترلاسه کړو. »

ټولې حکومتي ادارې په ځانګړي ډول ملکي ادارې د فساد شتون له کبله له سختو نیوکو سره مخ دي. د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالی، حکومت کې محدوده ونډه ورکول او د زده کړو برخو کې ستونزې له نړیوالو اندېښنو سره هم مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان:«افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالی ډیر زیات دی.د ښځو ونډه د دولت په ټولو خواوو کې محدوده ده او د یونیسف موندنو پر بنسټ ۲،۲ مېلیونه نجونې تراوسه هم له زده کړو محرومې دي.»

المان سربېره پر دې چې ځواکونو یې دوه لسیزې د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او وسله‌ والو پر ضد جګړه کې پراخه برخه لرله،د بشري حقونو او د قانون حاکمیت برخو کې یې هم له  افغان حکومت سره مرستې او همکارۍ کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist