Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کندهار ولایت په دوو ولسواليو کې طالبانو ډله ییز بریدونه پیل کړي.

admin by admin
2021/05/26

 خاکرېز او شاه ولیکوټ هغه ولسوالۍ دي،چې یو ځل بیا د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په کې سختې جګړې پیل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، دواړو ولسواليو کې يې ځمکني عملیات پیل کړي او ډېر ژر به په کې هوايي ځواکونه هم خپل عملیات پیل کړي.

د کندهار د امنیه  قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي:« ډېر ژر به  شاه ولیکوټ ولسوالۍ هم د ارغنداب ولسوالۍ په څېر د طالبانو له شتونه پاکه کړو. خاکرِېز ولسوالۍ کې  د وسله والو له خوا پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو برېدونه شوي، چې ځوابیه برېدونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او پر شا تمبول شوي دي. »

 له تېرو اوو میاشتو راهیسې کندهار کې طالبانو په پنځو نورو ولسواليو کې سخته جګړه پیل کړې او ګڼې سيمې یې له افغان ځواکونو نېولي دي، خو چارواکي یي ردوي.

 د کندهار والي روح الله خان زاده  وایي: «  طالبانو هېڅ وخت جنګ نه دی بند  کړی. امنیتي او دفاعي ځواکونه هر وخت چمتو دي،چې د دوی برېدونو ته ځواب ورکړي.»

د حکومت پخوانی وزیر ګل اغا شېرزی وايي، حکومت، سیاسیون او طالبان دې د جګړې نه؛بلکې د سولې پر بنسټیزو لارو چارو تمرکز وکړي.

د جګړې دا شدت د کندهار، اروزګان، زابل او هلمند تر څنګ د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زیاد شوی. طالبانو د تازه نښتو په اړه تر اوسه پورې  څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist