Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لغمان کې د جګړو له امله  نږدې ۲ زره کورنۍ  بې ځایه شوي.

admin by admin
2021/05/26

د لغمان کډوالو چارو اداره وايي، له تېرو نږدې درې اونیو راهیسې دې ولایت کې د جګړو زیاتوالي، د ګڼو پوستو او دولت شاه ولسوالۍ تر سقوط وروسته  نږدې ۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

یاده اداره وایي،د تازه بې ځایو شویو ډېری کورنۍ  د مرکز مهترلام اړوندو سېمو کې ځای پر ځای شوي او خورا ناوړه حالت کې دي.

بې ځایه شوي وايي، د مرستو ژمنې ورسره شوي، خو تر اوسه پورې  ورته رسېدلي نه دي.

بې ځایه شوی:« نن مو په دې پنډغالي کې څلورمه ورځ ده،د څښاک اوبه،خوراکي توکي او سرپنا نه لرو. یوازې ژمنې راسره شوي، خو  تر اوسه پورې راسره مرسته نه ده شوې.»

خو د لغمان کډوالو اداره بیا وايي، د یادو کورنیو له ډلې یې تراوسه  پورې شااوخوا ۳۰۰ کورنیو سره مرسته کړې ده.

د لغمان  کډوالو چارو ادارې مشر انجنیر شاکر الله شاکر وایي:« دلته له ۱۶۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې کورنۍ راغلي دي.  په دې کې  شااوخوا ۸۰۰ کورنۍ د الینګار،۴۰۰ کورنۍ د الیشنګ، ۲۰۰ کورنۍ د مرکز او شااوخوا ۱۵۰  کورنۍ د دولت شاه ولسوالۍ دي.»

 ولایتي اداره وایي، د بې ځایه شوو ستونزې يي په مرکز کې له اړوندو مسولینوسره شریکې کړي،چې ورته بیړنۍ مرستې ترلاسه کړي.

والي رحمت الله یارمل وویل، ډېر ژر به بې ځایه شویو کورنیو ته زمینه برابره کړي،چې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.

یارمل وایي:« مرکز مهترلام ته  چې کوم بې ځایه شوي کسان له الینګار او الیشنګ راغلي، ملکي ادارې  تر خپل وسه ورته رسېدنه کړې. همدارنګه له مرکزي مسوولینو سره مو د دوی انېښنې شریکې کړي او ډاډ یې راکړی،چې ژر به رسېدنه ورته وشي.

 بې ځایه شویو کورنیو ته هم ډاډ ورکوم، چې راتلونکو څو ورځو کې به حالت عادي شي او کورنۍ به بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.»

چارواکي وايي، د مرکز مهترلام په ګډون يي په تېرو ۲۴ساعتونو کې په  بېلابېلو سمیو کې د هوايي، توپچي او ځمکنیو بریدونو پایله کې  ۳۸ طالبان وژل شوي او دغه راز ګڼې سیمې له وسله والو نیول شوي هم دي.

 خو طالبانو بیا  رسینو ته په رستول شوې خبر پاڼه کې ویلي، ټولې هغه سیمې اوس هم له دوی سره دي،چې د جګړې پرمهال یې نیولی دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist