په یو شمېر ولایتونو کې تر جګړو او نښتو وروسته د راتلونکې په تړاو خلکو ته اندېښنې پیدا شوي،چې له کبله یې مشرانو جرګې امنیتي او دفاعي مسوولین استجواب کړي وو.
مسوولینو وویل، لغمان او هلمند جګړو نه، بلکې توطیو او نورو عواملو نا امنه کړي،چې تر بشپړې څېړنې وروسته به یې په اړه ملي شورا ته معلومات ورکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وایي: « لغمان او بغلان په جنګ نا امنه شوي نه دي.دا نور عوامل لري، چې کار پرې روان دی او وروسته به یې جزئیات شریک شي.»
حیات زیاته کړه،چې د لغمان او هلمند ولایتونو په رهبرۍ کې یې بدلون راوستی او د اړتیا په صورت کې به نور تغیرات هم راولي.
د هغه په خبره، له دې وروسته د سرتیرو د اعاشې موضوع د ولسوالیو او امنیه قوماندانیو پورې اړه لري او له هماغه ځایه یې بشپړولی او رسولی شي.
امنیتي مسوولینو ډاډ ورکړ،چې په ټول هېواد کې وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی، ټولو برخو ته یې اکمالات کړي او اوسنۍ جګړه فکري او رواني ده،چې په وینا یې خلک دې په خپلو ځواکونو باور ولري او د اوازو تر اغیزې لاندې دې نه راځي.
د ملي امنیت رئیس احمد ضیاء سراج وایي:« که چېرې موږ برنامه نه لرله، نو نشو مو کولائ، چې د څه باندې ۳ زره او ۴۰۰ برېدونه چې دوی وکړل، مخه مو نیولې وه. نو دا طبیعي ده،چې برنامه وه،چې مخه یې ونیول شوله.»
امنیتي مسوولینو د مشرانو جرګې غړو ته ډاډ ورکړ،چې د لویو لارو امنیت به خوندي کوي، خو وکیلان او سناتوران دې ولسوالیو ته سفرونه وکړي،څو د خلکو روحیه پیاوړې شي.











