Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي امنیت: له فکري او رواني جګړې سره مخ دي او خلک دې د اوازو تر اغیزې لاندې نه راځي

admin by admin
2021/05/25

په یو شمېر ولایتونو کې تر جګړو او نښتو وروسته د راتلونکې په تړاو خلکو ته اندېښنې پیدا شوي،چې له کبله یې مشرانو جرګې امنیتي او دفاعي مسوولین استجواب کړي وو.

مسوولینو وویل، لغمان او هلمند جګړو نه، بلکې توطیو او نورو عواملو نا امنه کړي،چې تر بشپړې څېړنې وروسته به یې په اړه  ملي شورا ته معلومات ورکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وایي: «  لغمان او بغلان په جنګ نا امنه شوي نه دي.دا نور عوامل لري، چې کار پرې روان دی او وروسته به یې جزئیات شریک شي.»

 حیات زیاته کړه،چې د لغمان او هلمند ولایتونو په رهبرۍ کې یې بدلون راوستی او د اړتیا په صورت کې به نور تغیرات هم راولي.

 د هغه په خبره، له دې وروسته د سرتیرو د اعاشې موضوع د ولسوالیو او امنیه قوماندانیو پورې اړه لري او له هماغه ځایه یې بشپړولی او رسولی شي.

امنیتي مسوولینو ډاډ ورکړ،چې په ټول هېواد کې وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی، ټولو برخو ته یې اکمالات کړي او اوسنۍ جګړه فکري او رواني ده،چې په وینا یې خلک دې په خپلو ځواکونو باور ولري او د اوازو تر اغیزې لاندې دې نه راځي.

د ملي امنیت رئیس احمد ضیاء سراج وایي:« که چېرې موږ برنامه نه لرله، نو نشو مو کولائ، چې د  څه باندې ۳ زره او ۴۰۰ برېدونه چې دوی وکړل، مخه مو نیولې وه. نو دا طبیعي ده،چې برنامه وه،چې مخه یې ونیول شوله.»

امنیتي مسوولینو د مشرانو جرګې غړو ته ډاډ ورکړ،چې د لویو لارو امنیت به خوندي کوي، خو وکیلان او سناتوران دې ولسوالیو ته سفرونه وکړي،څو د خلکو روحیه پیاوړې شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist