Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کارپوهان: سیاسي مخالفین له اوسني حکومت سره د هېڅ ډول تقابل توان نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/29

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یو شمېر سیاسیونو له هېواده بهر له اوسني سرپرست حکومت سره پر سیاسي مخالفت لاس پورې کړی او ان يو شمېر يې د وسلې پورته کولو ګواښ هم کوي.

تازه د مخکېني ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشيد دوستم ویلي، که امریکا يې ملاتړ وکړي د سرپرست حکومت پر وړاندې به جګړه پيل او د راتلونکي لوی اختر لمونځ به په کابل کې کوي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان د نوموړي دا څرګندونې لاپې ګڼي او وايي، ورته اشخاصو او افرادو خلکو ته په تېر کې ازموينه ورکړې او د ناسمې نتيجې له امله يې د خلکو په منځ کې باور او وزن کم شوی دی.

دوی باوري دي، چې ياد اشخاص له اوسني سرپرست حکومت سره د هېڅ ډول تقابل توان او طاقت نه لري.

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال احمد فاطمي وايي: « دوستم که دا خبره کوي چې زه لوی اختر دلته کوم؛ نو په خوب کې هم لوی اختر دلته نه شي کولی، دا تاسې ته ښه مالومه ده چې په ځلونو یې داسې خبرې کړي دي؛ خو که دومره قوت یې درلودلی نو دی چې په جمهوریت کې هم اعلی سرقوماندان و، د ولسمشر مرستیال و، ښه واک او پیسه یې درلوده، امریکایان یې هم په څنګ کې وو، هغه وخت یې هېڅ ونشو کولی، اوس یې چې هر څه له لاسه تللي نو څه کولی شي.»

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « دا چې د شورای مقاومت په نامه دوی دا اعلان کوي چې موږ د دولت په مقابل کې نظامي عملیات کوو او مبارزې ته ادامه ورکوو؛ نو زما په نظر د دوی خبرې دومره جدي نه دي او نه پایله ورکوي، ځکه چې د امریکا او بریټانیا په شمول هېڅ بهرني هېواد له دوی ملاتړ نه دی کړی او نه یې کوي او له بهرني ملاتړ پرته دوی هېڅ هم کولی نه شي.»

په یوه بل غږیز کليپ، چې د کورنیو چارو وزارت پخواني وزير مسعود اندرابي ته منسوب دی،  په کې د اوسني سرپرست حکومت پر ځېنو سیاسي مخالفینو د غلا تور پورې کوي او وايي، له خلکو د وسيلې په توګه کار اخلي.

اندرابي وايي: « احمد مسعود راولاړ شو نه په دولت کې و نه بل ځای، خو هغه دی لاړ، څوک‌ څوک وتښتېدل او اوس یې څوک شاوخوا راټول دي؟ یو څلور کسان پنجشېریان یې چې ترڅنګ ولاړ دي چې ورته ووايي پر دوی غږ وکړه نو وايي ولې غږ وکړو، د پنجشېر خلک خو له احمد شاه مسعود سره ولاړ وو، غله نه وو، چکچکې یې هم نه کولې، د پکول په اندازه ځای یې چا نیولی نه و؛ نو څنګه اوس ونیول شو؟، ځکه چې ټول وتښتېدل او نه پوهېږم چې تاجکستان کې څه کوي.»

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ځېنې هېوادونه له سرپرست حکومت سره دوه مخې پاليسۍ چلوي او په ریښتينې توګه ورسره ولاړ نه دي.

دوی وايي، د يو شمېر هېوادونو استازي په ښکاره او په پټه د سرپرست حکومت له مخالفینو سره ګوري او د ملاتړ ژمنې ورکوي.

د دوی په خبره اسلامې امارت ته په کار ده، چې د نړیوالو ترڅنګ د افغانانو مشروع غوښتنې ومني، څو بیا ځلې جګړو ته لاره هواره نه شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « زما په نظر ښه خبره دا ده چې اسلامي امارت په خپلو کړو وړو کې یو څه بدلون راوړي او هغه دا چې هغه څه چې د افغانستان خلک یې غواړي، سیمه او نړۍ یې غواړي؛ نو په هغې کې دوی باید جدي ګامونه پورته کړي او په دې کې اړینه د ښځو حقونه، د زده کړو او کار مساله ده.»

د سرپرست حکومت چارواکي که څه هم د عبدالرشيد دوستم او مسعود اندرابې تازه څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه وايي، خو له دې وړاندې يې په وار وار دغه ډول څرګندوني تبلیغات بللي او ويلي يي دي، چی دغه سیاسي مخالفین هېڅ هم نه شي کولی او نه هم ولس ورباندې باور کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist