Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: دا یوه تېروتنه ده چې ګنې طالبان به افغان حکومت چپه او کابل به ونیسي.

admin by admin
2021/05/19

اوس چې د سولې برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ دی، د امریکا کانګرس د افغان سولې لپاره د دې هېواد استازی زلمی خلیلزاد ورغوښتی وه. د خلیلزاد د خبرو محور د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په وضعیت، طالبانو سره په خبرو او په افغان سوله کې د پاکستان په رول ورټول و.

په کانګرس کې جمهوری‌پال استازي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه لري، خبرداری یې ورکړ چې طالبان به د دوحې په تړون ونه درېږي.

د امریکا د کانګرس جمهوری‌پال استازي مایکل مکانل وویل: ((تقریباً داسې ښکاري چې طالبان د ځواکونو له وتلو وروسته هڅه کوي دا هېواد ونیسي او د سپټمبر ۱۱ تر پېښو پخواني وخت ته یې ورسوي. ))

خو د سنا غړو سره خبرو کې زلمي‌ خلیلزاد دا یوه تېروتنه وبلله چې ګني طالبان به  افغان حکومت چپه او کابل به ونیسي.

د خلیلزاد په وینا، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان جګړې او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لپاره هېڅ دلیل نه لري او په وینا یې طالبان یوه داسې سیاسي هوکړه غواړي چې له مخې یې هغوی ته په نړیواله کچه مشروعیت ورکړل شي او د امریکا له خوا پرې لګول شوي بندیزونه هم لیرې شي.

خلیلزاد یو ځل بیا خبرداری ورکړ، که طالبان د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي نو له ناوړه پایلو سره به مخ شي.

خلیلزاد د کانګرس غړو ته د پاکستان په رول هم خبرې وکړې. هغه وویل، امریکا په پاکستاني مشرانو فشار اچوي چې پر طالبانو له خپل نفوذ کار واخلي چې تاوتریخوالی کم کړي. د خلیلزاد په خبره په افغانستان کې جګړه د پاکستان په ګټه نه ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل: ((زه ګومان کوم چې پاکستان په دې پوهېږي چې په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه د پاکستان په ګټه نه ده. کله چې خبره په دیپلوماتیکه حل لاره کې د پاکستان د رول په اړه کېږي نو پاکستان په دې برخه کې یو ځانګړی مسؤلیت لري.))

د خلیلزاد په وینا، پاکستاني مشرانو ویلي چې د افغانستان په اړه یې خپل لید لوری بدل کړی او کابل سره په تړون کې یې د امارت راتګ سره مخالفت کړی او نظامي حل یې رد کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist