Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو افغان سیاستوالو ته د طرحې يا لیک استول رد کړل

admin by admin
2021/04/29

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد نیوز سره اړیکه کې افغان سیاستوالو او مصالحې شورا ته د سولې اړوند لیکونو او طرحې استول رد کړل.

تېره ورځ د مصالحې عالي شورا یو مرستیال ادعاء کړې وه چې طالبانو له دوی سره د سولې طرحه شریکه کړې ده.

د مصالحې عالي شورا اړوند یوې سرچینې شمشاد ته وویل چې لیکونه پخواني دي او تازه داسې لیک او طرحه یې نه ده ترلاسه کړې چې طالبانو دې د مذاکراتو په نیت رالېږلې وي.

یوه سرچینه وایي: ((نږدې ۸ میاشتې وړاندې یو شمېر افرادو ته لیکونه را استول شوي وو، چې په دې لیکونو اويا طرحو کې له طالبانو د ملګرتوب يا هم د سولې په خبرو کې د سیاستوالو د بې پرې پاتې کېدو په تړاو ټينګار شوی وو.))

پخواني ولسشمر حامد کرزي ته نږدې کسان هم وایي چې لیک د طالبانو له خوا ورته رسېدلی، خو دوی وایي: داسې لیکونه د سولې په راتګ کې هېڅ مرسته نشي کولای، بلکه په هېواد کې به د بې نفاق لامل شي.

سره له دې چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو جریان ټکنی شوی، خو د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې روانې دي چې طالبان د خبرو اترو میز ته راولي.

شنونکي بیا په دې نظر دي چې طالبان د واک وېشلو او يا چا سره د جوړجاړي نيت نلري.

شنونکي دغه راز وايي چې له ورته لیکونو د طالبانو موخه داده چې څنګه افغان حکومت منزوي کړي او په خبره يي که ورته چار پيل شي ښايي د جمهوریت صف نور هم کمزوری شي.

اوس چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو جریان په ټپه درېدلی، رسنیو ته طالبانو ته منسوب هغه لیکونه راوتلي چې دوی پکې له سیاستوالو څخه په فردي بڼه د سولې د خبرو اترو د کيدوغوښتنه کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist