Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زلمي خلیلزاد له افغان جهتونو څخه غوښتي چې سیاسي توافق ومني

admin by admin
2021/04/28

د افغانستان اوسنی حالت تر بل هر وخت حساس بلل کیږي، د سیمې او نړۍ نظر دا دی چې د اوسني وضعیت د بدلون رول د افغانانو دی چې په کومه لاره تګ غواړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو کره کېدو وروسته، دلته د کورنۍ جګړې او د روان سیاسي کشمکش د ډېریدو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې ګانګرس غونډې ته ور بلل شوی و، د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې یې وویل: اوس د افغانانو مسوولیت دی چې اوږده جګړه او یا هم  سیاسي توافق ټاکي.

خلیلزاد دغه راز وویل چې هیله لري افغان سیاسیونو به له تېرو تجربو درس اخیستی وي.

خلیلزاد وویل: ((هیله من یم هغوی د خپلو پخوانیو تېروتنو څخه چې روسان ووتل څه زده کړې وي. د زور له لارې په بل لوري د خپلو غوښتنو تپل مثبته پایله نلري. بر عکس د ثبات او پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.))

خلیلزاد دا هم وویل چې عمومي اجماع دا ده چې ټول په زور سره د طالبانو له واک ته رسېدو سره مخالف دي.

خلیلزاد همدا شان په ټولو خواوو غږ وکړ چې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

هغه وویل: ((طالبان کولی شي چې د تاوتریخوالي په درېدو سره په سیاسي جریان واوړي او د سولې یوه هوکړه ومني. که طالبان د سیاسي هوکړې د ټېنګېدو په وړاندې خنډ شي او واک ته د رسېدو لپاره نظامي لاره غوره کړي، نو د امریکا او د متحدینو  له مخالفت سره به یې مخ شي.))

له دې سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر موجوده تشویشونو ته په اشارې ویلي چې یو لوری هم نه غواړي چې افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل کړي.

هاخوا د امریکا دفاع وزارت افغان حکومت ته ور تر غوږ کړي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته دوی له افغان ځواکونو سره د هوایي ځواک په برخه کې مرسته نه کوي.

خو د دفاع وزرات ویاند تر لنډ ځنډ او غبرګونونو  وروسته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا ضد او نقیضې خبرې داسې مهال کې کېږي چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې له مخې بشپړو وتلو په حال کې ده، خو دلته په کور دننه د جګړو فصل پیل او سنګرونه په ګرمېدو دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist