Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي امنیت شورا: حکومت د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره په تېر کال کې دوه زره هوایي عملیات لغوه کړي

admin by admin
2021/04/20

په هېواد کې د ملکي وګړو ژوبله د هرې ورځې په تېرېدو سره ډيره شوې او تل ښکېل لوري يې پړه پر يو او بل اچوي.

نن د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په تړاو يو اپلیکشن چې په ځيرکو ټليفونونو کې  د کارونې وړ دی، رسما پرانيستل شو.

د پرانیستې مراسمو کې د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکو وویل چې طالبان تل ملکي وګړي د خپلو موخو لپاره سپر کوي او د ډېرې مرګ ژوبلې لامل دوی دي.

دوی وايي چې حکومت د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوي ته ژمن دی او د دې کار لپاره يي ۲۰۰۰ هوايي عملیات لغوه کړي دي.

ملي امنیت شورا وایي: ((حکومت د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره په تېر کال کې دوه زره هوایې عملیات لغوه کړي٬ خو  وسله والو له دې وضعيت څخه غلطه ګټه پورته کړې، حکومت له ملکي وګړو ساتنې ته ژمن دی او دفاع وزارت ته مو جدي لار ښونه کړې چې د ملکي وګړو د تلف کېدو مخه ونيسي.))

خو د اروپايي ټولنې سفير په دې ناسته کې د ملکي وګړو له تلف کيدو د مخنيوي يوازنۍ لار دايمي اور بند بولي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر اندریس وون برنډ وویل: (( اروپايي ټولنه په افغانستان کې تل پاتې اور بند غواړي. نړیوال قوانين هم دا وايي چې د جګړې مخنیوی دې وشي، موږ تل په بشري برخه کې خپل غږ پورته کړی او هغو سیمو ته ځانونه رسوو چې تر حکومتي حاکميته بهر دي.))

د طالبانو يو پخوانی غړی او د خلاصون په نوم د شورا مشر سید اکبرآغا بیا وايي چې ښکيلو لورو ملت ته مراجعه نه ده کړې او له همدې امله تل د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډيره وي.

جینوا غږ اپلیکشن د اروپايي ټولنې سویډن او اسټرالیا په مالي مرسته جوړ شوی او خلک کړای شي له انټرنيټ پرته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات تر لاسه او وګوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist