د کندهار په مرکزي عیدګاه جومات کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په امامت د کوچني اختر لمونځ په زرګونه کسانو اداء کړ.
اخندزاده وايي، هغوی چې ۲۰ کاله یې په افغانانو بې رحمانه هوايي بریدونه وکړل اوس یې تبلیغاتي جنګ پيل کړی او غواړي خپلې موخې ترلاسه کړي.
د اسلامي امارت زعیم له چارواکو وغوښتل چې د دوی پر ضد له تبلیغاتو سره مبارزه وکړي او په خبره یې افغانان باید د دوښمن په تبلیغاتو باور ونه کړي.
اخندزاده وايي:« نن مو بیا دوښمن په بله طریقه ولي، نن مو په تبلیغاتو باندې ولي، نن مو په شیطانت باندې ولي، نن مو په تفرقه باندې ولي، نن د دې مقابله درسره کوي، لکه پرون دې چې مقابله وکړه، نن یې هم وکړه، پرون دې صبر وکړ، نن یې هم وکړه، پرون د دوی تعارض ناکامه کاوه، نن یې هم ورناکامه کړه.»
اخندزاده وايي، عمومي عفوه شوې او په خبره یې د ټولو افغانانو سر او مال خوندي دی.
د اسلامي امارت مشر د کوچني اختر تر لمانځه وروسته د کندهار مرکزي عیدګاه کې لمونځ کوونکو ته چې شمېر یې شاوخوا ۱۰ زره ته رسیده وویل افغانان هېڅ کله په دین او ارزښتونو معامله نه کوي.
هغه زیاته کړې:« څوک دې دا فکر نه کوي چې افغانان دې پر اسلام باندې معامله کوي، چې کوله یې پرون به یې کړې وای، چې دا په زرګونه شهیدان یې ولې ورکول، کورونه یې ولې خرابه کول، خو دا یې د دې لپاره کول چې اسلام یې دین دی، دا د خدای دین دی، خدای ته خوښ دی، مسلمانانو ته خوښ دی. ته چې پر باطل دین دومره سخت ولاړ یې، ولې زه پر دې حق دین باندې ونه درېږم.»
د اسلامي امارت رهبر دغه راز ویلي، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د قانون پر جوړولو کار روان دی او زیاتوې، چې د دولتې ادارو چارې ټولې د شریعت او قرانې حکمونو په چوکاټ کې مخته ځي خو له دې سره سره بیا هم پر یو اسلامي قانون کار روان دی.
هغه زیاتوي:« پر قوانینو کار روان دی، دا دنیا دروغ وايي، چې دوی قانون نه لري. موږ اسلامي قانون جوړوو.»
شیخ هبت الله اخندزاده وایي، د شرعي حدودو پلي کېدو په برخه کې د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي او نړیوال دې د اسلام مبارک دین ته درناوي وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ نږدې درې کاله په پوره کېدو دي خو تراوسه پورې هېڅ هېواد سرپرست حکومت پر رسمېت نه دی پېژندلی او د زدهکړو او ښځو کار کولو په برخو کې یې د سرپرست حکومت تګلارې ننګولي او د بدلېدو غوښتنه یې کوي.