Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت مشرتابه: د افغانستان دوښمنانو اوس تبلیغاتي جنګ پیل کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/10

د کندهار په مرکزي عیدګاه جومات کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په امامت د کوچني اختر لمونځ په زرګونه کسانو اداء کړ.

اخندزاده وايي، هغوی چې ۲۰ کاله یې په افغانانو بې رحمانه هوايي بریدونه وکړل اوس یې تبلیغاتي جنګ پيل کړی او غواړي خپلې موخې ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت زعیم له چارواکو  وغوښتل چې د دوی پر ضد له تبلیغاتو سره مبارزه وکړي او په خبره یې افغانان باید د دوښمن په تبلیغاتو باور ونه کړي.

اخندزاده وايي:« نن مو بیا دوښمن په بله طریقه ولي، نن مو په تبلیغاتو باندې ولي، نن مو په شیطانت باندې ولي، نن مو په تفرقه باندې ولي، نن د دې مقابله درسره کوي، لکه پرون دې چې مقابله وکړه، نن یې هم وکړه، پرون دې صبر وکړ، نن یې هم وکړه، پرون  د دوی تعارض ناکامه کاوه، نن یې هم ورناکامه کړه.»  

اخندزاده وايي، عمومي عفوه شوې او په خبره یې د ټولو افغانانو سر او مال خوندي دی.

د اسلامي امارت مشر د کوچني اختر تر لمانځه وروسته د کندهار مرکزي عیدګاه کې لمونځ کوونکو ته چې شمېر یې شاوخوا ۱۰ زره ته رسیده وویل افغانان هېڅ کله په دین او ارزښتونو معامله نه کوي.

هغه زیاته کړې:« څوک دې دا فکر نه کوي چې افغانان دې پر اسلام باندې معامله کوي، چې کوله یې پرون به یې کړې وای، چې دا په زرګونه شهیدان یې ولې ورکول، کورونه یې ولې خرابه کول، خو دا یې د دې لپاره کول چې اسلام یې دین دی، دا د خدای دین دی، خدای ته خوښ دی، مسلمانانو ته خوښ دی. ته چې پر باطل دین دومره سخت ولاړ یې، ولې زه پر دې حق دین باندې ونه درېږم.»

د اسلامي امارت رهبر دغه راز ویلي، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د قانون پر جوړولو کار روان دی او زیاتوې، چې د دولتې ادارو چارې ټولې د شریعت او قرانې حکمونو په چوکاټ کې مخته ځي خو له دې سره سره بیا هم پر یو اسلامي قانون کار روان دی.

هغه زیاتوي:« پر قوانینو کار روان دی، دا دنیا دروغ وايي، چې دوی قانون نه لري. موږ اسلامي قانون جوړوو.»

شیخ هبت الله اخندزاده وایي، د شرعي حدودو پلي کېدو په برخه کې د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي او نړیوال دې د اسلام مبارک دین ته درناوي وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ نږدې درې کاله په پوره کېدو دي خو تراوسه پورې هېڅ هېواد سرپرست حکومت پر رسمېت نه دی پېژندلی او د زده‌کړو او ښځو کار کولو په برخو کې یې د سرپرست حکومت تګلارې ننګولي او د بدلېدو غوښتنه یې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist