Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر؛ امریکا لاهم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

admin by admin
2021/04/15

د امریکا د بهرنیو چې وزیر انتوني بلېنکین نن په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی او له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې جلا جلا ناستې درلودلې.

ارګ وایي، ولسمشر غني له بلېنکین سره په کتنه وویل چې د ولسمشر جو بايډن د پرېکړې درناوی کوي او زیاته یې کړه، دا مهال افغان ځواکونه په یواځې توګه د خپلې خاورې او هېواد د ساتنې وړتیا لري او افغان ولس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړی دی.

ارګ زیاتوي چې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر بیا ټينګار وکړ چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو مناسباتو د کمزورۍ په معنی نه وي او امریکا له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمن دي.

بلېنکین وویل، امریکا له افغانستان او د دغه هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ډیپلوماتیک او بشردوستانه ملاتړ ته ادامه ورکوي او د افغانستان سولې بهیر د اسانتیا په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین سره کتلي.

په دغه کتنه کې ښاغلي عبدالله ويلي چې د ولسمشر جو بايډن د پرېکړې ملاتړ کوي او دغه راز یې له افغانستان سره د امریکا له همکاریو هم مننه وکړه.

له دغو کتنو څخه وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین یوې خبرې ناستې ته وینا وکړه او وې ویل، چې امریکا خپل ځواکونو د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین وایي، افغانستان هېڅکله هم ۹۰مې لسیزې ته نه ورګرځي او کورنۍ جګړه هم ناشونې ده، ځکه چې اوسنی افغانستان د ۲۱مې پېړۍ افغانستان دی.

هغه دغه راز وویل چې د امریکا ځواکونو وتلو سره سره به امریکا له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بلېنکین دا هم وویل چې ولسمشر غني او عبدالله دواړو له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی.

پرون د امریکا ولسمشر او ناټو اعلان وکړ چې د روان زیږدیز کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر پیلوي.

له بلې خوا، طالبان له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د ولسمشر جو بایډن دا  پرېکړه د دوحې تړون څخه سرغړونه بولي او له نړیوالو یې غوښتي چې په امریکا فشار راوړي ترڅو په ټاکلي وخت له افغانستانه ووځي.

طالبان زياتوي، که د امریکا له لوري د دوحې تړون نقض کېږي، نو ورسره طالبانو ته هم د هر ډول لازم اقدام کولو لاره پرانيستل کېږي، چې د راتلونکو عواقبو مسئولیت به یې امریکايي جهت ته راجع وي.

د دوحې تړون له مخې، امریکا مکلفه ده چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist