Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مطیع الله عابد: نړیوالې موسسې دې د پراختیايي پروژو برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي

مطیع الله عابد: نړیوالې موسسې دې د پراختیايي پروژو برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/07

هېواد کې په تېرو دوو لسیزو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت عام المنفعه تاسیسات جوړ شوي دي، چې ساتنه یې د ټولو مسوولیت بلل کېږي.

عام خلک غوښتنه کوي، چې اړونده ادارې دې د عامه پوهاوي ترڅنګ پراختیايي پروژې چې د هېواد او خلکو لپاره حیاتي دي، پلي او نیمګړې هغه دې بشپړې کړي.

له دې سره د میدان وردګ ولایت اوسېدونکي وايي، د چک بند چې په ۳۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی؛ خو له اوبو يې اوس مهال یوازې د زراعت لپاره استفاده کېږي.

د دوی په خبره، د بند زیاته برخه ماشینري له کاره لوېدلې او که د ترمیم لپاره یې اقدام وشي، لرې نه ده چې د میدان وردګ، غزني او ان کابل ځېنې سیمې به بېرته له برېښنا برخمنې شي.

د چک برېښنا بند کارکوونکی نصرالله وايي: « د داوود او ظاهر خان وخت کې له دې ځایه کابل ته برېښنا تله، تر ارګ او درالامان پورې ټوله برېښنا له دې ځایه وه، بیا چې د نغلو فابریکه جوړه شوه له دې ځایه یې برېښنا قطع کړه او له نغلو یې تېره کړه.»

د چک ولسوالۍ اوسېدونکی ذبیح الله وايي: « د دې کاسه اوس هم ۲۴ متره ژوروالی لري، که چېرې د دې شاوخوا اضافه خاورې پاکې شي نو ښه په باور ویلی شم چې د وردګو په ګډون به لوګر او کابل ته هم په براخه کچه برېښنا ورکړي.»

له دې سره د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي، چې په هېواد کې دې سرپرست حکومت او نړیوال بنسټونه پراختیايي پروژې زیاتې عملي کړي، تر څو د هېواد په ابادۍ او خلکو ته د کارزمینې په برابرلو کې رول ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی د یادو پروژو له ساتنې سربېره، په کې د حیف و میل او لاسوهنو پر نه کېدلو هم ټینګار کوي.

 ځاځی وايي: « دا تاسیسات دې په معیار برابر جوړ شي او د ځېنو زورواکو او چارواکو له لوري دې حیف و میل نه شي او یا په کې شخصي ګټې په پام کې و نه نیول شي. تاسیسات دې په داسې توګه جوړ شي چې نړیوالو معیارونو باندې برابر وي او بله دا چې د دې تاسیساتو ساتنه دې وشي، که په معیار برابر هم جوړ شي بیا هم ساتنې او پاملرنې ته اړتیا لري چې دا د حکومت او ملت ګډ مسولیت دی چې د داسې تاسیساتو او پروژو تر پای وروسته د دې ساتنه او ورته پاملرنه وکړي.»

له دې سره د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، په هېواد کې یادې پروژې بشري اړخ لري او له نړیوالو موسسو غوښتنه کوي، چې له افغانانو سره په دې برخه کې مرستې زیاتې کړي.

د نوموړي په خبره تراوسه د نړیوالو موسسو له خوا په هېواد کې د ۲۰ په شاوخوا کې چک ډیمونه جوړ شوي دي.

عابد زیاتوي: « موږ په ټولو نړیوالو موسسو او سازمانونو غږ کوو چې دوی دې په بشري پروژو کې مرسته او پاملرنه وکړي. تر دې مهاله د اوبو او انرژۍ وزارت په چوکاټ کې د نړیوالو موسسو له لوري د ۲۰ په شاوخوا کې چګ ډيمونه جوړ شوې دي او ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي او د یاد وزارت له لوري دغه چګ ډیمونه څارل شو. نړیوالو سازمانونو ته چې غواړي دا ډول پروژې پیل کړي، ښايي له اړوندو دولتي ادارو سره همغږي وکړي تر څو د دغو پروژو ښه څارنه وشي، همداراز هېواد وال هم کولی شي چې د دغو پروژو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.»

په هېواد کې د ټولو عامه تاسیساتو او ټولګټو پروژو ساتنه او پراختیا د ملت او سرپرست حکومت دنده ګڼل کېږي.

 ټینګار دا دی چې له سرپرست حکومت سربېره دې نړیوالې موسسې په هېواد کې د عامه او پراختیايي پروژو په زیاتوالي کې خپله همکاري زیاته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist