Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالحکیم شرعي: هېواد کې قانوني تشه نشته ده

عبدالحکیم شرعي: هېواد کې قانوني تشه نشته ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/01

له هغې وروسته چې جمهوریت سقوط وکړ او د هېواد واګې اسلامي امارت په لاس کې واخېستې، اساسي قانون هم ملغا اعلان شو؛ خو له دغه ملغا شوي اساسي قانون د بېلا‌بېلو ادارو لپاره راوتلي واړه قوانین لږ څه په بدلون سره لاهم په دولتي ادارو کې د اجرا وړ دي.

د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي په خپلې وروستۍ وینا کې د اساسي قانون د جوړښت له بحث سره کلک مخالفت ښودلی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان له قانوني تشې سره مخ نه دی.

حکیم شرعي وايي، که څوک د الله کتاب او د رسول الله د سنتو په موجودیت کې د اساسي قانون خبره کوي او قانوني تشه مطرح کوي؛ نو په خپل ایمان دې له سره غور او تجدید نظر وکړي.

شرعي زیاتوي: « نه د قانون خلا شته، نه د قانون خلا وه او نه به د قانون خلا وي، که ته په دې پوه یې چې کتاب‌الله شته، د رسول ص سنت شته، همدا اساس دی او بیا هم وايي اساسي قانون نشته، خلا ده، تشه موجوده ده؛ نو یو ځل دې په خپل ایمان تجدید نظر وکړه.»

خو په ۲۱ مه پېړۍ کې اساسي قانون د حکومتونو د نړیوال او داخلي مشروعیت، له هېوادونو سره د تعامل، د حکومتونو قانونیت او د ولسونو د اساسي حقونو د ورکړې ښه لار په ګوته کېږي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان قرار لري د داخلي او بهرني مشروعیت له تشې سره مخ دی، حکومت یې سرپرستان پرمخ بیايي، د وزیرانو د ټاکلو لپاره قانوني مرجع نه لري او دې ته  ورته نورو مسایلو ته په کتو افغانستان په جدي ډول اساسي قانون ته اړتیا لري.

د جمهوریت د مهال د مقننه قوې پخوانی غړي کمال ناصراصولي وايي، پکار ده چې افغانستان د حکومتي چارو د لا ښه سمبالښت او ولسونو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو لپاره د لویې جرګې له لارې اساسي قانون رامنځته شي.

اصولي زیاتوي: « په افغانستان کې باید ژر تر ژره د اساسي قانون د تصویب لپاره لویه جرګه راوغوښتل شي، کورنی مشروعیت خپل شي ترڅو دولت د یوې کتلې له انحصاره ووځي، ولس ته رجوع وشي او په قوانینو کې ولس د خپلو ماشومانو پر راتلونکي باور پیدا کړي.»

ځېنې نور بیا وايي، اساسي قانون اسلامي او ملي مساله ده چې ټولو افغانانو پورې تړاو لري او په دې تړاو نه باید یو شخص تصمیم ونیسي او نظر ورکړي.

د پوهنتون استاد قاضي نجیب الله جامع په خبره هېڅ څوک نه شي کولی چې د خپلې سلیقې او انګېرنې له مخې د اساسي قانون له بحث سره برخورد وکړي.

 جامع وايي: « اساسي قانون په ۲۱ پېړۍ کې د نظامونو د قانونیت، مشروعیت، نړیوال تعامل، د ولس د اساسي او بنسټيزو حقونو د ورکړې او ورته مهال د حکومتونو د وجایبو او د قانون پر بنسټ د قدرت د وېش یوازنۍ لاره چاره ده؛ نو ځکه افغانستان په جدي توګه اساسي قانون ته اړتیا لري، هېڅوک نه شي کولی چې د خپلو سلیقه‌يي غوښتنو او انګېرنو پر بنسټ د اساسي قانون بحث وکړي. په کار دا ده چې ژر تر ژره اساسي قانون جوړ، تصویب او د ملت د ټولو اساسي او ولسواکو حقونو په ورکړې سره اجرا شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا مني چې اساسي قانون ته اړتیا ده خو په خبره یې، په اوسنیو شرایط کې هېڅ ډول قانوني تشه نه ده رامنځته شوې.

مجاهد وايي: « په خپل وخت به ان شاءالله قوانین هم ولرو او اساسي قانون خو دا واقعیت دی چې افغانستان د قانون له خلا سره مخ نه دی. اسلامي شرعیت د افغانستان قانون دی او دا مري الاجرا دی.»

له تېرو کابو درې کلونو راهیسې غوښتنه همدا دا ده چې باید له نړیوالو سره د رسمي اړیکو د ټینګښت او په کوردننه د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره باید اساسي قانون رامنځته شي خو تر اوسه په دغه برخه کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist