که څه هم په هېواد کې د کاري فرصتونو نشتوالي او بې روزګارۍ له امله ګڼ شمېر ځوانانو هېواد پرېښی او په مرګونو قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته ځي؛ خو په کونړ ولایت کې یو شمېر ځوانانو بیا خپلې هیلې نه دي بایللي، او د کورنۍ اړتياوو پوره کولو لپاره د سيند له اوبو شګې راباسي او پلوري يې.
یو تن کاریګر فرمان وايي:«کله چې د سیلابونو وخت وي، یا د سیند اوبه لږې زیاتې شي، نو په دې وخت کې موږ نه خبرېږو، وریځ نه مالومېږي، اوبه چې ډېرې شي، ټوپونه هم له موږ وړي او د دې امکان هم وي چې موږ هم یوسي، ځکه اوبه زیاتې وي. ستونزې ډېرې دي، خو بیا هم موږ راځو، دلته خواري کوو. په هېواد کې کاروبار نه شته. د کار نشتون په حالت کې موږ دلته راځو او خواري کوو او شګې راوباسو.»
دوی وايي، له اوږدې مودې راهیسې پر دې کار بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.
دا ډله ځوانان وايي، کار سخت او ملا ماتوونکی دی؛ خو مجبورۍ اړ کړي، چې د خپلو کورنیو اقتصادي ننګونو ته د رسېدنې په موخه درانه کارونه وکړي.
دوی له سرپرست حکومته ځوانانو ته د کاري فرصتونو د را منځته کېدو غوښتنه کوي.
یو بل کاریګر عبدالبصیر بیا وايي:« موږ له سهاره تر ماښامه په دې یخو اوبو کې ولاړ یو، کله یوه او کله دوه ځلې شګه راوباسو. د ورځې کله ۱۰۰ او کله ۲۰۰ افغانۍ راته پاتې کېږي.»
بل لور ته د کونړ کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولين په دغه ولایت کې د بېکارۍ ستونزې مني؛ خو زیاتوي چې ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول یې له خپلو لومړیتوبونو دي.
په کونړ کې له بې روزګارۍ سره مخ دا ځوانان داسې مهال د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي چې له دې وړاندې کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې څه باندې۱۰۰زره کسانو ته د کار زمینې د برابرولو خبر ورکړی وو.