Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې یو شمېر ځوانانو له سیند د شګو اېستلو سره خپل کورني لګښتونه پوره کوي

کونړ کې یو شمېر ځوانانو له سیند د شګو اېستلو سره خپل کورني لګښتونه پوره کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/30

که څه هم په هېواد کې د کاري فرصتونو نشتوالي او بې روزګارۍ له امله ګڼ شمېر ځوانانو هېواد پرېښی او په مرګونو قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته ځي؛ خو په کونړ ولایت کې  یو شمېر ځوانانو بیا خپلې هیلې نه دي بایللي، او د کورنۍ اړتياوو پوره کولو لپاره د سيند له اوبو  شګې راباسي او پلوري يې.

یو تن کاریګر فرمان وايي:«کله چې د سیلابونو وخت وي، یا د سیند اوبه لږې زیاتې شي، نو په دې وخت کې موږ نه خبرېږو، وریځ نه مالومېږي، اوبه چې ډېرې شي، ټوپونه هم له موږ وړي او د دې امکان هم وي چې موږ هم یوسي، ځکه اوبه زیاتې وي. ستونزې ډېرې دي، خو بیا هم موږ راځو، دلته خواري کوو. په هېواد کې کاروبار نه شته. د کار نشتون په حالت کې موږ دلته راځو او خواري کوو او شګې راوباسو.»

دوی وايي، له اوږدې مودې راهیسې پر دې کار بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.

دا ډله ځوانان وايي، کار سخت او ملا ماتوونکی دی؛ خو مجبورۍ اړ کړي، چې د خپلو کورنیو اقتصادي ننګونو ته د رسېدنې په موخه  درانه کارونه وکړي.

دوی له سرپرست حکومته ځوانانو ته د کاري فرصتونو د را منځته کېدو غوښتنه کوي.

یو بل کاریګر عبدالبصیر بیا وايي:« موږ له سهاره تر ماښامه په دې یخو اوبو کې ولاړ یو، کله یوه او کله دوه ځلې شګه راوباسو. د ورځې کله ۱۰۰  او کله ۲۰۰ افغانۍ راته پاتې کېږي.»

بل لور ته د کونړ  کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولين په دغه ولایت کې د بېکارۍ ستونزې مني؛ خو زیاتوي چې ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول یې له خپلو لومړیتوبونو دي.

په کونړ کې له بې روزګارۍ سره مخ دا ځوانان داسې مهال د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي چې له دې وړاندې کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې څه باندې۱۰۰زره کسانو ته د کار زمینې د برابرولو خبر ورکړی وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist