د سرپرست حکومت یو شمېر بهر میشتي سیاسي مخالفین، وخت ناوخته له هېواده بهراعتراضيه غونډي کوي او بهرنیو رسنیو کې په را ښکاره کېدو سره پرسرپرست حکومت سختې نيوکې کوي.
د سیاسي چارو کارپوهان د يادو مخالفینو نيوکو څرنګوالي ته په کتو وايي، ياد اشخاص او افراد په جګړې کې خپلې ګټې لټوي او په خبره يې دا چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د دولت له مزاياوو بې برخې شوي، د عقدوي چلن له مخې بېځایه تورونه پورې کوي.
دغه راز کارپوهان وايي، د دوی دغه ډول نيوکې او کړنې پر سرپرست حکومت هېڅ اغېز نه لري؛ خو په خبره یې د هېواد راتلونکي ته زیان اړولی شي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « الحمدالله د افغانستان ملت په ټولو ملي مسلو او کشالو کې واحد او متحد نظر لري. هغه برخه یا ډله افغان سیاستوال چې په تېر کې یې هم ښه ازموینه نه ده ورکړې، تر ملي ګټو، ملي هویت، د افغان تاریخ او ارزښتونو تېر شوي؛ که هغوی د بهرنیانو د یرغل او تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې کېږي، لکه څنګه چې یو شمېر د پاکستان د وروستي تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې وو او یا هغوی چې د پردیو د تورونو دفاع کوي؛ دوی به تاریخ ته سخت محکوم، ملامت او افغان ملت ته ځواب ورکونکي وي.»
بل خوا ځینې نور بیا وايي، بهر مېشتو منتقدو اشخاصو د مخکېني حکومت پر مهال د فساد او خلکو سره د نامناسب چلن له امله په ولس کې خپل مجبوبيت له لاسه ورکړی او اوس یي عام خلک پر کړنو بې باوره دي.
دوی زياتوي، ښه دا ده چې ياد کسان د مخالفت پرځای د هېواد د جوړولو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « دا اوس دستي تاسو ګورئ چې له هېواده بهر دغه ډول کسان داسې فکر کوي، چې افغانستان دې وران شي خو زما ګټې دې وي. تاسې وګورئ چې دوی په دا۲۰ کلونو کې څومره په فساد کې ښکېل وو، هېواد یې د بربادۍ خوا ته بوتلو، په میلیاردونو ډالر د افغانستان د خلکو د مرستو په نوم هېواد ته راغلل؛ خو له بده مرغه دا د دوی شخصي جېبونو ته لاړې.»
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دا چې د طالبانو سیاسي مخالفین د دوی پر ضد منفي تبلیغات کوي، دوی خو لومړی زه باید ووایم سیاسي مخالفین نه دي، بلکې د هېواد ورانوونکي او د ولس قاتلین دي. د دوی خبرې د ولس په منځ کې هېڅ ارزښت نه لري او د کرکې وړ ګرځېدلې دي.»
خو د اسلامي امارت یو شمېر سیاسي مخالفین بیا خپلې کړنې د هېواد پر ګټه بولي او وایې، دوی د هېواد د ښې راتلونکي لپاره له هرې ممکنه لارې په استفادې ځان هدف ته رسول غواړي.