Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سياسي مخالفینو نيوکې د سرپرست حکومت پر ځای خلکو او هېواد ته زیان رسوي

کارپوهان: د سياسي مخالفینو نيوکې د سرپرست حکومت پر ځای خلکو او هېواد ته زیان رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/27

د سرپرست حکومت یو شمېر بهر میشتي سیاسي مخالفین، وخت ناوخته له هېواده بهراعتراضيه غونډي کوي او بهرنیو رسنیو کې په را ښکاره کېدو سره پرسرپرست حکومت سختې نيوکې کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان د يادو مخالفینو نيوکو څرنګوالي ته په کتو وايي، ياد اشخاص او افراد په جګړې کې خپلې ګټې لټوي او په خبره يې دا چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د دولت له مزاياوو بې برخې شوي، د عقدوي چلن له مخې بې‌ځایه تورونه پورې کوي.

دغه راز کارپوهان  وايي، د دوی دغه ډول نيوکې او کړنې پر سرپرست حکومت هېڅ اغېز نه لري؛ خو په خبره یې د هېواد راتلونکي ته زیان اړولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « الحمدالله د افغانستان ملت په ټولو ملي مسلو او کشالو کې واحد او متحد نظر لري. هغه برخه یا ډله افغان سیاستوال چې په تېر کې یې هم ښه ازموینه نه ده ورکړې، تر ملي ګټو، ملي هویت، د افغان تاریخ او ارزښتونو تېر شوي؛ که هغوی د بهرنیانو د یرغل او تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې کېږي، لکه څنګه چې یو شمېر د پاکستان د وروستي تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې وو او یا هغوی چې د پردیو د تورونو دفاع کوي؛ دوی به تاریخ ته سخت محکوم، ملامت او افغان ملت ته ځواب ورکونکي وي.»     

بل خوا ځینې نور بیا وايي، بهر مېشتو منتقدو اشخاصو د مخکېني حکومت پر مهال د فساد او خلکو سره د نامناسب چلن له امله په ولس کې خپل مجبوبيت له لاسه ورکړی او اوس یي عام خلک پر کړنو بې باوره دي.

دوی زياتوي، ښه دا ده چې ياد کسان د مخالفت پرځای د هېواد د جوړولو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « دا اوس دستي تاسو ګورئ چې له هېواده بهر دغه ډول کسان داسې فکر کوي، چې افغانستان دې وران شي خو زما ګټې دې وي. تاسې وګورئ چې دوی په دا۲۰ کلونو کې څومره په فساد کې ښکېل وو، هېواد یې د بربادۍ خوا ته بوتلو، په میلیاردونو ډالر د افغانستان د خلکو د مرستو په نوم هېواد ته راغلل؛ خو له بده مرغه دا د دوی شخصي جېبونو ته لاړې.»     

 د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دا چې د طالبانو سیاسي مخالفین د دوی پر ضد منفي تبلیغات کوي، دوی خو لومړی زه باید ووایم سیاسي مخالفین نه دي، بلکې د هېواد ورانوونکي او د ولس قاتلین دي. د دوی خبرې د ولس په منځ کې هېڅ ارزښت نه لري او د کرکې وړ ګرځېدلې دي.»          

خو د اسلامي امارت یو شمېر سیاسي مخالفین بیا خپلې کړنې د هېواد پر ګټه بولي او وایې،  دوی د هېواد د ښې راتلونکي لپاره له هرې ممکنه لارې په استفادې ځان هدف ته رسول غواړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist