Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات امنیه قوماندانۍ تېر کال د بېلابېلو جرمونو په تور سلګونه کسان نيولي

د هرات امنیه قوماندانۍ تېر کال د بېلابېلو جرمونو په تور سلګونه کسان نيولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/24

د هرات امنیه قوماندانۍ مسوولینو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال شپږو وروستیو میاشتو کې د ۱۱۲۸ کسانو نیولو خبر ورکوي.

د مسوولینو په خبره دغه کسان د وسلوالو غلاوو، قتل، نشه‌يي توکو پېر او پلور، جعلي اسنادو، رشوت او نورو جرمونو په تور نیول شوي چې ۳۵۰ میله بېلابېل ډول وسلې، ۲۴۷۹ کیلو ګرامه بېلابېل ډول نشه‌يي توکي او ۹۳۸ لیټره الکولي مشروبات ورڅخه لاسته راغلي.

د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف وايي: « د هرات د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د تېر ۱۴۰۲کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۱۲۸ کسان نیولي دي.»

انصاف همداراز ډاډ ورکوي چې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی او امنیتي ځواکونه په جدیت سره د اخلالګرو پر وړاندې مبارزه کوي.

هغه زیاتوي: « الحمدالله امنیتي او کشفي ځواکونو تل هڅه کړې چې د دغو مجرمینو مخه ونیسي، د جرمونو کچه د تېر پرتله ډېره راټيټه شوې او په ټیټه کچه کوم جرمونه چې ترسره کېږي، د دې مخه به هم ونیول شي. زموږ امنیتي ځواکونو د هر ډول جرم پر وړاندې ښه مبارزه کړې ده.»

بل خوا د هرات اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د امنیت له ټینګښت د خوښۍ ترڅنګ له امنیتي مسوولینوغواړي چې د خلکو امنیت د ټینګښت لپاره خپلې هڅې لا چټکې کړي.

د هرات یو تن اوسېدونکی وايي: « شکر الحمدالله اوس امنیتي وضعیت ډېر ښه دی، هر څوک کولی شي شپه او ورځ ښه په ارامه فکر خپل کار او روزګار وکړي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی بیا وايي: « خلک باید له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، څو نظم لا ښه او بهتر شي او امنیتي ځواکونه دې له ځانګړي یونیفورم څخه ګټه واخلي څو وپېژندل شي.»

دا په داسي حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هرات کې د انسان تښتونې پېښې هم صفر ته رسېدلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist