Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې له زرګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل کې له زرګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/19

دا مرستې له یو شمېر کورنیو سره په داسې حال کې کېږي، چې هېواد کې له اقتصادي ناورین سره د مخ کسانو او بې روزګارۍ کچه لوړه شوې ده.

۳۴کلنه نفيسه چې د ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرستې پر غاړه لري وایي، د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د خلکو په کورونو کې کالي مینځي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته حلال رزق پيدا کوي.

نوموړې شکایت کوي، چې د روژې په رارسېدو سره هېڅ خېریه بنسټ ورسره مرسته نه ده کړې او د سرپرست حکومت له دغو مرستو د هرکلي ترڅنګ وايي، چې یادې مرستې يې د اړتياوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

نفیسه زیاتوي: « خاوند مې معیوبه دی، په تېرو جنګونو کې ټپي شوی و، د کورنۍ غړي مې ټول ۱۲ کسان دي، په دې ۱۲ کسانو کې یو زوی مې په نشه‌يي توکو روږدی دی او په روغتون کې بستر دی؛ خو درملنه یې نه کېږي، زه خپله کار کوم او اولادونو ته نفقه پیدا کوم.»

راحت‌الله بیا له مزار شریف د دغو مرستو تر لاسه کولو لپاره راغلی. نوموړی د مرستو له وېش څخه خوښ دی او غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې دې هم ورسره مرستې وشي او ترڅنګ دې ورته د کار زمینې برابرې شي.

نوموړی له حکومت او مرستندویه بنسټونو ګیله من دی او وایي، دا یې لومړی ځل دی چې د خوراکي توکو مرسته ورسره کېږي.

راحت الله وايي: « هو! مرسته مې ترلاسه کړه او خوښ یم، ځکه روژه مې پرې تېرېږي. ماته یې زنګ وکړ او ان له مزاره دلته راغلم؛ نو چې مجبوري نه وي څوک له مزاره کابل ته مرستې ترلاسه کولو ته راځي؟ بس اړ وم چې راشم، باور په خدای وکړئ چې پور مې واخیست او راغلم دلته.»

په ورته مهال مسوولان وايي، یادې مرستې د حکومت د مشرتابه د حکم له مخې په کابل کې د ۵۰ زره سوالګرو له تشخیص وروسته له ۱۳ زره هغو سره د مرستو لړۍ پېل کړه.

په دې مرستو کې د ۵ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو بستې او نغدې پيسې شاملې دي، چې پر سوالګرو يې وېش پيل شوی.

 د کورنيو چارو وزارت نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د دفتر رئيس حسیب الله احمدي وايي: « د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ چې د کورنيو چارو وزارت نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت ته یې حکم کړی، چې د هېواد په کچه سوالګر راټول کړي او د هغې تثبیت او څېړنه وکړي، کوم سوالګر چې مستحق وپېژندل شول له هغوی سره به هره میاشت د کورنۍ د هر غړي په سر ۲ زره افغانۍ مرسته کېږي او نن چې کوم پروګرام په لاره اچول شوی او تاسې یې وینئ؛ د دې له مخې هغو ۱۳ زره مستحقو تثبیت شویو کورنیو څخه۱۵۰ کورنیو سره مرسته روانه ده، چې په دې کې خوراکي توکي او د ۵ زره افغانیو په ارزښت مالي مرسته شامله ده.»

له دې وړاندې چارواکو ويلي و، چې د روژې پرمهال به له ۳۰ زره ډېرو سوالګرو ته مرستې ووېشل شي او هڅه کوي، چې په هېواد کې هېڅوک بیا د ځان مړولو لپاره سوال کولو ته مخه نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist