Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېجینګ په سياسي او اقتصادي برخو کې د کابل ملاتړ ته خپله ژمنتيا تازه کړې

بېجینګ په سياسي او اقتصادي برخو کې د کابل ملاتړ ته خپله ژمنتيا تازه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/19

‍‍د امريکا سولې انسټیټيوټ له راپور وروسته، چې سرپرست حکومت يې له سيمه‌ييزو قدرتونو سره په تعامل بريالی بللی، چين په سياسي او اقتصادي برخو کې له افغانستانه د ملاتړ ډاډ تازه کړی.

ارګ د رئيس‌الوزرا سياسي مرستيال او په کابل کې د چين سفير ترمنځ د ليدنې خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې دواړو خواوو د کابل او بيجينګ ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير ويلي، سرپرست حکومت د اقتصاد محوره بهرني سياست پرمخ وړلو له لارې په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه له هېوادونو سره د مثبتو اړيکو د لرلو هڅه کوي.

عبدالکبیر وايي: « اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې له چین سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی. موږ د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر اساس غواړو په سيمه‌ییزه کچه له ټولو هېوادونو سره مثبت سیاسي او اقتصادي تعاملات او اړیکې رامنځته کړو، څو د افغانستان او سیمې د اقتصادي پياوړتیا، ثبات او پراختیا لامل وګرځو.»

په ورته مهال په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ ویلي، بېجينګ د سرپرست حکومت په چارو کې د لاسوهنې پر ځای، په سياسي او اقتصادي برخو کې د کابل ملاتړ منطقي او مهم بولي.

ژاوشینګ زیاتوي: « موږ په خپل شپږ میاشتني ماموریت کې هڅه کړې، چې د افغانستان او چین اړیکې زیاتې  پیاوړې کړو. چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په نړیوالو ناستو کې یې ټینګار کړی، چې باید د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل وشي.»

نوموړي دغه راز زياته کړې، چې هېواد يې افغان ځوانانو ته د طبابت په ګډون په ګڼو برخو کې  تحصیلي بورسونه برابر کړي، د مس عینک کان په کېندنه کې يې پرمختګ کړی او دغه راز د ځڼغوځیو د پروسس او صادراتو په ګډون په مختلفو نورو برخو کې د چینایي پانګه والو پانګونې ښه پایله ورکړې ده.

د سیاسي چارو شنونکي دې ته په پام وایي، افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو په ټینګولو سره کولی شي، د امنیت پیغام نړۍ ته خپور او د چین په شمول نور هېوادونه هم د افغانستان اقتصادي او سیاسي کړکېچ په مهارولو کې همکارۍ ته وهڅوي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « ګتې اخېستنې ته موږ باید د نړۍ نورو زبرځواکونو سره په همغږۍ داسې پانګونې ته لاره هواره کړو چې هغه پانګونه د افغانستان ملي ګتې د سیمې او نړۍ د زبرځواکونو په ګټه کې را ونغاړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « چین په سیمه کې تر ټولو غښتلی اقصتاد  او باثباته سیاست درلودونکی هېواد دی. له چین سره د اسلامي امارت منظمه ډیپلوماسي چلول او د دوی اقتصاد او سیاست ته په پام سره ګام اخېستل کولی شي شته کشالو ته د حل لاره پیدا کړي او شته بندیزونو او کوم تبلیغات چې شوي دي او یا کېږي د هغې مخه ډب کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اوونیو راپدېخوا افغانستان د ازبکستان، ایران او پاکستاني چارواکو د سفرونو کوربه و، چې د ناستو او ليدنو موخې یې د هر اړخیزو همکاریو پر سر مطلوبې پايلې ته رسېدل وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist