Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مالیې وزارت د بې اسناده موټرو د محصول له درکه څلور نیم سوه میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي

admin by admin
2020/12/09

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وايي، هر ورځ په کابل او ولایتونو کې شاوخوا زر عرادې موټر ثبتېږي او تر دې دمه شل زره او دوه سوه عرادې موټر ثبت شوي دي.

د بې اسناده موټرو د ثبت له پروسې یوه میاشت او لس ورځې تیرېږي خو تر اوسه ۲۰۲۰۰ موټر ثبت او له دې شمېرې ۷۵۰۰ موټر محصول شوي دي.

د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وايي، د ۷۵۰۰ موټر د محصول له درکه ۴۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د کابل په ګمرک کې بیا یو شمېر مراجعین نیوکه کوي چې پروسه شفافه نه ده او د بې اسناده موټرو د قانوني کولو لپاره ټاکل شوی وخت هم په ختمېدو ده. 

یو تن مراجعه کوونکی وایي، ((له سهاره تر ماښامه یوازې هغه خلک خپل کار مخ ته بیولی شي چې یا واسطه ولري، کمېشن کار ولري او یا د ګمرګ په دننه کې کوم مامور وپیژني. د کمېشن کارانو کارونه مخ ته وړل کېږي، خو د بې وزلو څوک پوښتنه نه کوي.))

خو د ګمرکونو لوی ریاست د موټرو مالکینو ادعاوې ردوي او ډاډه دي چې پروسه شفافه ده. 

دغه ریاست وايي، د کار چټکتیا او زیاتو مراجعینو ته د رسېدنې لپاره یې کابل کې یو بل مرکز هم پرانیستی دی.

د بې اسناده موټر د ثبت د پروسې وخت دوه میاشتې ټاکل شوې او د راتلونکې جدي میاشتې تر لسمې پورې پای مومي، خو مراجعین وايي، روانه پروسه پڅه ده او د ثبت د پروسې موده دې وغځول شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist