Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: افغان کډوال د هېڅ هېواد په ناامنیو کې لاس نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/06

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو کډوالو چارو کمېشنرۍ او یونیسیار له مشرې های کیونګ جون سره د لیدنې پر مهال ویلي، افغان کډوال د پاکستان په ناامنۍ کې هېڅ لاس نه لري؛ خو بیا یې هم دغه هېواد پر وړاندې چلن نه دی بدل کړی.

اسلامي امارت وايي، افغان کډوال د پاکستان او نورو هغو هېوادونو په ناامنه کولو کې لاس نه لري، چې دوی په کې مېشت دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغانان چې په کومو هېوادونو کې کډوال دي د هماغه کوربه هېوادونو د قوانینو ترسیوري لاندې ژوند کوي او په سیاسي مسایلو کې بې طرف پاتې شوي دي.

د مجاهد په خبره، د پاکستان په ګډون ټولو هغو هېوادونو ته په کار دي، چې د افغان کډوالو مسالې ته د بشري موضوع په سترګه وګوري.

مجاهد زیاته کړې: « کډوال د هېڅ هېواد په نامنۍ کې ونډه نه لري. دا ۴۰ کاله کېږي افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي؛ خو د هغوی په ناامنیو، سیاسي او داخلي موضوعګانو کې هېڅ چا لاسوهنه نه ده کړې او نه یې د هغوی له قوانینو سرغړونه کړې؛ په دې تړاو باید بد ګماني رامنځته نه شي او د کډوالو قضیه باید یوه انساني او بشري قضیه وبلل شي او خواخوږي ورسره وشي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دا چې پاکستان د خپل هېواد ناامني له افغان کډوالو انګېري دا یې ناسمه محاسبه ده .

دوی وايي، ترهغې چې پاکستان په خپلو سیاستونو کې ژور بدلون رانه ولي او د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وانخلي ټیکاو او تل پاتې ثبات ته به ونه رسېږي.

 د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « افغانان نه یوازې د پاکستان بلکې د هېڅ هېواد په ناامنیو او هلته د شر په جوړولو کې لاس نه لري. کوم شر چې پاکستان ته نن جوړ دی دا د پاکستان د څوسره وجود او ماهیت له امله دی؛ نو تر هغې چې پاکستان په خپلو سیاستونو کې بدلون را نه وړي او خپل په کرايي جګړو ولاړ سیاستونه تعریف او بدل نه کړي، دا ناشونې ده چې پاکستان دې په سیمه کې ثبات ته ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: « دا پر افغانانو یو تور دی. افغانان نه ترهکر دي، نه ترهګر کېدای شي او نه د چا په ناامنیو کې لاس لري، د یوه افغان او مسلمان په صفت زه دا ردوو.»

په ورته مهال اسلامي امارت د پاکستان ترڅنګ په ایران او ترکیه کې هم د افغان کډوالو پر وضیعت اندېښنه ښودلې.

ذبیح الله مجاهد شمشاد ته وویل، په دغو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي په زور او نامناسبو شرایطو کې وېستل کېږي.

مجاهد وايي، ملګرو ملتونو ته په کار ده چې له افغان کډوالو سره د دغه ډول چلن پر وړاندې اقدام وکړي.

هغه زیاتوي: « د کډوالو موضوع یوه مهمه موضوع ده، یوازې په پاکستان کې نه بلکې په ایران او ترکیه کې له کډوالو سره زور زیاتي کېږي او په زور را وېستل کېږي؛ نو په دې اړه باید ملګري ملتونه خپل اعتراض ولري او له هېوادونو سره خبرې وکړي.»

په تېرو څو میاشتو کې پاکستان په سلګونه زره افغان کډوال په زور او ساړه ژمي کې وېستلي دي، چې نړیوالو بشري ادارو یې دغه کار د کډوالۍ د قوانینو خلاف یاد کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist