په نږدې وخت کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا درېیمه ناسته ده، چې نن چهارشنبه جوړېږي.
ټاکل شوې ده، یادې ناسته ته د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشره روزا اوتنبايووا درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.
له دې سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د ستونزې حل لپاره د ملګرو ملتونو د غوڅې پرېکړې او د افغان ملت او نړیوالو له خوا یې منل ممکن کولی شي، چې د افغانستان معضله حل شي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« انګیرنه دا ده چې کوم استازی به معرفي کوي. تر هغې چې دا اجڼدا د افغانستان له چارواکو او ملت سره شریکه نه شي یا د ملګرو ملتونو سازمان کومه غوڅه پرېکړه په دې اړه باندې ونه کړي او نړیوال د هغې پرېکړې ملاتړ ونه کړي او په ځانګړي ډول افغان ملت. د افغانستان دا ستونزې به همدا شان دوام کوي. له بلې خوا طالبان هم د د نړیوالو او ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستو کې له ګډونه انکار کوي چې دا هم دافغانستان پر ګټه نه ده. دوی (طالبان) باید لاړ شي او له خپل درېځه دفاع وکړي.»
افغانان چې له اقتصادي اړخه ځان بسیاینې ته اړتیا لري، ټینګار دا دی چې د نړیوالو له مرستو او په هغو مسایلو له نړۍ سره له جوړ جاړي پرته چې افغان ملت یې غوښتونکی دی، کیدلای شي، چې اقتصادي ځوړ رامنځته کړي او د نړۍ بندیزونه زیات دوام پیدا کړي.
خو اسلامي امارت د امنیت شورا د نننۍ ناستې په تړاو وايي، که د افغان ملت غوښتې په کې ومنل شي او د حکومت پرېکړو ته په کې درناوی وشي، هرکلی یې کوي؛ که نه له دې پرته به یې پایلې منفي وي.
د اسلامي امارت د وياند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه وايي:« ټولې هغه ناستې چې د افغانستان په اړه جوړېږي، د افغانستان خلکو غوښتنې په نظر په کې نیول شوي وي او د اسلامي امارت موقیف ته په کې پام شوی وي، هغه ګټورې تمامېږي، خو په کومو ناستو کې د افغانستان خلکوغوښتنې او د واکمن نظام درېځ په پام کې ونه نیول شي، بیا به ښايي موثریت ونه لري. دا به هم د هغو نورو تکراري ناستو په څېر وي، یوازې څو کسان به په کې خپل نظرونه او راپورونه وړاندې کړي، خو فکر نه کوم مطلوبه پایله به ولري.»
ملګرو ملتونو په نږدې وخت کې لومړۍ ناسته د فبرورۍ په ۱۸ مه او ۱۹ مه او دویمه ناسته د همدې میاشتې په ۲۶ مه ترسره کړه، چې په نننۍ درېیمه ناسته کې به د افغانستان د روان وضعیت په تړاو د درې میاشتني راپور په وړاندې کولو سربېره، د افغانستان لپاره به د نوي ټاکل کېدونکي استازي په اړه هم خبرې وشي.