Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/06

په نږدې وخت کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا  دا درېیمه ناسته ده، چې نن چهارشنبه جوړېږي.

ټاکل شوې ده، یادې ناسته ته د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشره روزا اوتنبايووا درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.

له دې سره  د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د ستونزې حل لپاره د ملګرو ملتونو د غوڅې پرېکړې او د افغان ملت او نړیوالو له خوا یې منل ممکن کولی شي، چې د افغانستان معضله حل شي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« انګیرنه دا ده چې کوم استازی به معرفي کوي. تر هغې چې دا اجڼدا د افغانستان له چارواکو او ملت سره شریکه نه شي یا د ملګرو ملتونو سازمان کومه غوڅه پرېکړه په دې اړه باندې ونه کړي او نړیوال د هغې پرېکړې ملاتړ ونه کړي او په ځانګړي ډول افغان ملت. د افغانستان دا ستونزې به همدا شان دوام کوي. له بلې خوا طالبان هم د د نړیوالو او ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستو کې له ګډونه انکار کوي چې دا هم دافغانستان پر ګټه نه ده. دوی ‎(طالبان) باید لاړ شي او له خپل درېځه دفاع وکړي.»

افغانان چې له اقتصادي اړخه ځان بسیاینې ته اړتیا لري، ټینګار دا دی چې د نړیوالو له مرستو او په هغو مسایلو له نړۍ سره له جوړ جاړي پرته چې افغان ملت یې غوښتونکی دی، کیدلای شي، چې اقتصادي ځوړ رامنځته کړي او د نړۍ بندیزونه زیات دوام پیدا کړي.

خو اسلامي امارت د امنیت شورا د نننۍ ناستې په تړاو وايي، که د افغان ملت غوښتې په کې ومنل شي او د حکومت پرېکړو ته په کې درناوی وشي، هرکلی یې کوي؛ که نه له دې پرته به یې پایلې منفي وي.

د اسلامي امارت د وياند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه وايي:« ټولې هغه ناستې چې د  افغانستان په اړه جوړېږي، د افغانستان خلکو غوښتنې په نظر په کې نیول شوي وي او د اسلامي امارت موقیف ته په کې پام شوی وي، هغه ګټورې تمامېږي، خو په کومو ناستو کې د افغانستان خلکوغوښتنې او د واکمن نظام درېځ په پام کې ونه نیول شي، بیا به ښايي موثریت ونه لري. دا به هم د هغو نورو تکراري ناستو په څېر وي، یوازې څو کسان به په کې خپل نظرونه او راپورونه وړاندې کړي، خو فکر نه کوم مطلوبه پایله به ولري.»

ملګرو ملتونو په نږدې وخت کې لومړۍ ناسته د فبرورۍ په ۱۸ مه او ۱۹ مه او دویمه ناسته د همدې میاشتې په ۲۶ مه ترسره کړه، چې په نننۍ درېیمه ناسته کې به د افغانستان د روان وضعیت په تړاو د درې میاشتني راپور په وړاندې کولو سربېره، د افغانستان لپاره به د نوي ټاکل کېدونکي استازي په اړه هم خبرې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist