د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او یو شمېر لوړپوړو چارواکو په کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل، اسلامي امارت په سیاسي ډګر کې نه دی منزوي شوی، بلکې د پرمختګ په حال کې دی.
د عبدالکبیر په خبره، نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نه لري او له اسلامي امارت پرته بل څوک دا تضمین هم نه شي کولی چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه کارول کېږي.
عبدالکبیر وايي: « اسلامي امارت له نړۍ سره عملا مثبت تعامل لري، ټول افغانان دې ډاډمن وي چې افغانستان هېڅ په انزوا کې نه دی، په سیاسي او اقتصادي ډګر کې الحمدالله په انزوا کې نه یو، اقتصاد مو ورځ په ورځ مثبت لور ته روان دی او سیاسي ډګر کې هم د پرمختګ په لور روان یو.»
عبدالکبیر وايي، اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې جهادي مدرسې لري او تمه ده چې د دغو مدرسو شمېر به زیات شي اواسلامي امارت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او ښوونځيو ترڅنګ دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه زیاتوي: « اسلامي امارت به اسلامي مدارسو ته ځانګړې پاملرنه کوي، لکه څنګه چې تر دې دمه شوې هم ده، د ټول افغانستان په هر ولایت کې یوه، یوه پياوړې مرکزي جهادي مدرسه شته او په راتلونکې کال کې به په هره ولسوالۍ کې یوه جهادي مدرسه وي.»
د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو هم په دې غونډه کې وویل، چې د خلکو له ملاتړ پرته نظام دوام نه شي کولی او په اسلامي نظام کې د اسلامي احکامو عملي کول لازمي دي.
د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي وايي: « الحمدالله اسلامي نظام قایم دی، امربالمعروف او نهې عن المنکر تشکیل دی، سمع شکایت د ولس د شکایتونو د اورېدو ځای شته، موږ اوس الحمدالله په ټول افغانستان کې ښکاره کبیره ګناه نه لرو او دا د الله ج فضل او کرم دی.»
د لوړو زدکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي: « په ډېر بې شرمانه انداز او په ډېرې بې غېرتۍ سره د اسلامي امارت دغه عدالت غندي او وايي ولې د عامو خلکو ترمخې یو کس په قصاص رسوي؛ نو د خدای دښمن او بې انصافه! نن چې په غزه کې په هر بم کې د ټولې نړۍ ترمخې مظلومه ماشومه، مور او سپن ږیری بې له کوم جرمه په شهادت رسېږي او د ورځې ۱۰۰، ۱۵۰ او ۲۰۰ کسان وژل کېږي، هلته ولې داسې یوه غندنه نه کوئ.»
مسوولینو دغه څرګندونې د حدیثو له لويې دورې څخه په کابل کې د جامعه الایمان له مدرسې د ۹۲کسانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.