Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: نړیواله ټولنه اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نه لري

عبدالکبیر: نړیواله ټولنه اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/04

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او یو شمېر لوړپوړو چارواکو په کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل، اسلامي امارت په سیاسي ډګر کې نه دی منزوي شوی، بلکې  د پرمختګ په حال کې دی.

د عبدالکبیر په خبره، نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نه لري او له اسلامي امارت پرته بل څوک دا تضمین هم نه شي کولی چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه کارول کېږي.

عبدالکبیر وايي: « اسلامي امارت له نړۍ سره عملا مثبت تعامل لري، ټول افغانان دې ډاډمن وي چې افغانستان هېڅ په انزوا کې نه دی، په سیاسي او اقتصادي ډګر کې الحمدالله په انزوا کې نه یو، اقتصاد مو ورځ په ورځ مثبت لور ته روان دی او سیاسي ډګر کې هم د پرمختګ په لور روان یو.»

عبدالکبیر وايي، اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې جهادي مدرسې لري او تمه ده چې د دغو مدرسو شمېر به زیات شي اواسلامي امارت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او ښوونځيو ترڅنګ دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه زیاتوي: « اسلامي امارت به اسلامي مدارسو ته ځانګړې پاملرنه کوي، لکه څنګه چې تر دې دمه شوې هم ده، د ټول افغانستان په هر ولایت کې یوه‌، یوه پياوړې مرکزي جهادي مدرسه شته او په راتلونکې کال کې به په هره ولسوالۍ کې یوه جهادي مدرسه وي.»

د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو هم په دې غونډه کې وویل، چې د خلکو له ملاتړ پرته نظام دوام نه شي کولی او په اسلامي نظام کې د اسلامي احکامو عملي کول لازمي دي.

د امرباالمعروف او نهې  عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي وايي: « الحمدالله اسلامي نظام قایم دی، امربالمعروف او نهې عن المنکر تشکیل دی، سمع شکایت د ولس د شکایتونو د اورېدو ځای شته، موږ اوس الحمدالله په ټول افغانستان کې ښکاره کبیره ګناه نه لرو او دا د الله ج  فضل او کرم دی.»

د لوړو زدکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي: « په ډېر بې شرمانه انداز او په ډېرې بې غېرتۍ سره د اسلامي امارت دغه عدالت غندي او وايي ولې د عامو خلکو ترمخې یو کس په قصاص رسوي؛ نو د خدای دښمن او بې انصافه! نن چې په غزه کې په هر بم کې د ټولې نړۍ ترمخې مظلومه ماشومه، مور او سپن ږیری بې له کوم جرمه په شهادت رسېږي او د ورځې ۱۰۰، ۱۵۰ او ۲۰۰ کسان وژل کېږي، هلته ولې داسې یوه غندنه نه کوئ.»

مسوولینو دغه څرګندونې د حدیثو له لويې دورې څخه په کابل کې د جامعه الایمان له مدرسې د ۹۲کسانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist