Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سولې انسټيټیوټ: ا.ا له معلولیت لرونکو سره د مرستو وېش کې توپیري چلن کوي

د امریکا سولې انسټيټیوټ: ا.ا له معلولیت لرونکو سره د مرستو وېش کې توپیري چلن کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/03

د امریکا سولې انسټیټیوټ د معلولیت لرونکو افغانانو ترمخ د پرتو ننګونو په تړاو تازه راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې چې وړمه ورځ خپور شوی راغلي، هغه افغانې معلولیت لرونکې مېرمنې چې د سرپرست حکومت د کاري بندیزونو له کبله يې د عاید سرچینې له لاسه ورکړي، دا مهال له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

راپور کې ویل شوي، له یوې خوا کاري محدودیتونو او له بلې خوا له دې ښځو د ملاتړ مشخصو پروګرامونو نشتون یادې ښځې د ژوند د تېرېدو لپاره د ښار په واټونو او کوڅو کې خېرات غوښتو ته اړې کړي.

د راپور یوه برخه: « پر ښځو د کاري محدودیتونو وضع کېدل، معلولې مېرمنې په خپل لاس د عاید له ترلاسه کولو راګرځولي. پر ښځو د کاري بندیزونو سربېره له هغوی د ملاتړ د یو جامع پروګرام نشتون، ډېری ښځې پر واټونو د خیرات غوښتلو ته اړې کړي، چې دا مهال له ډېر سخت او له زغم پورته حالت سره مخ کړي.»

د امریکا د سولې انسټیټیوت په دې راپور کې ادعا کړې، چې ګواکې معلولینو سره د مرستو د وېش په بهیر کې دوه ګونی چلن کېږي او وايي، اړونده مسوولین هغو معلولینو سره ډېرې مرستې کوي چې په وینا یې د سرپرست حکومت په صفوفو کې معلول شوي وي.

یاد انسټیټیوټ دغه راز وايي، په افغانستان کې مورزادي او د جګړې له امله معلولیت لرونکو کسانو سره توپیري چلن کېږي، چې ډېری وختونه د مرستو په وېش کې پیدایښتي هغو ته مرستې نه رسېږي.

د راپور یوه برخه: « طالبانو د خیریه مرستو ټولې ورکړې تنظیم کړي دي. دا مهال د طالبانو معلول غړی په کلني ډول ۶۰ تر ۱۸۰زره افغانۍ د مرستې په توګه ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې له عادي افغان معلول سره په همدې موده کې ترسره شوې مرسته له ۳۶ تر ۹۶زرو پورې ده، چې دا د طالبانو د معلول غړي په نسبت ۵۳ تر ۶۰ سلنې کموالی ښيي.»

خو د معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر مفتي فیصل خاموش بیا د امریکا د سولې انسټیټیوټ راپور کې ذکر شوي موارد په کلکه ردوي او وايي، چې دې وزارت په تېرو دوه نیمو کلونو کې له هر راز توپیري چلن پرته له معلولیت لرونکو کسانو سره د نقدي او خوراکي توکو د مرستو له لارې د دوی ستونزو ته رسېدنه کړې.

خاموش زیاتوي: « د امریکا دسولې انسټيټوټ دا راپور موږ ردوو، په افغانستان کې اوس د معلولیت لرونکو وګړو حقونو ته درناوی او ستونزو ته یې رسېدنه کېږي، هغه که د اسلامي امارت د سپېڅلو مجاهدینو نظامي معلولین دي، که د تېرې ادارې نظامی معلولین دي، لکه پولیس، اردو او قطعه خاص چې دا ۲۰ کاله له مجاهدینو سره په جنګ کې ښکېل وو، دغه راز طبیعي معلولین، ملکي معلولین او مورزادي معلولین، د دوی ټولو حق ورکول کېږي.» 

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا له حکومته د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو د ورکړې ترڅنګ له اړونده مسوولینو څخه معلولینو ته د وړ کاروبار د برابرولو غوښتنه لري.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دا پر اسلامي امارت فرض عین ده چې معلولینو، معیبونو، یتیمانو او د کوڼدو حقونو ته رسېدنه وکړي او دوی ته د کار زمینه، د تقاعد پیسې یا یو څه اقتصادي مرستې برابرې کړي، ځکه افغانان له نیمې پېړۍ راهیسې په جنګونو کې زیانمن شوي او باید د دوی لاسنیوی وشي او مرستې ورته ورسېږي.»  

په دې راپور کې له سرپرست حکومت غوښتل شوي چې معلولیت لرونکو کسانو سره د مرستې په موخه  بودیجه ځانګړي کړي او نړیوال مرسته رسوونکې ادارې له معلولو کسانو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي.

د امریکا د سولې انسټيټیوت موندنې ښيي، چې د اسیا بنسټ د ۲۰۱۹ز کال د معلولیت بڼې سروې له مخې په افغانستان کې په هرو پنځو پاخه عمرلرونکو کې څلور او په هرو پنځو ماشومانو کې یو هغه له فزیکي، حسي، عقلي او ټولنیز- رواني معلولیت سره مخ دي.

 یاد بنسټ زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان د ۲۰۰۵ز کال د راپور له مخې، له هرو پنځو افغان کورنیو له ډلې یوه هغه یې چې ټولټال ۱.۲ میلیونه کورنۍ کېږي، یوغړی یې یو ډول معلولیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist