Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ په نېږدې ورځو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په تړاو خپله پرېکړه اعلانوي

admin by admin
2020/11/16

د امریکا په امنیتي سکټور کې تر ټولو ګرم بحثونه اوس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتو په اړه دي.

که څه هم امریکا له طالبانو سره په هوکړه کې د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش روښانه کړی، خو داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره په دې برخه کې بېړه لري.

د امریکا لوی درستیز ویلي چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتو طرحه برابره کړی، چې په تړاو به یې وروستۍ پرېکړه ټرمپ کوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي وایي، (موږ په افغانستان کې د عسکرو کمولو مسوولیت او پلان لرو او دا پلان له ولسمشر ټرمپ سره شریک شوی دی. خو زه نشم ویلی چې زموږ څومره عسکر به هلته پاتې کیږي ځکه وروستی پریکړه به ولسمشر ټرمپ کوي.)

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتلو کې پر بېړه نیوکې هم دي او دا کار غیر مسولانه بلل کېږي.

خو امریکايي چارواکي بیا وايي، دوی د افغانستان جګړه په مسولانه ډول پای ته رسوي.

مارک میلي زیاتوي، (په افغانستان کې د عسکرو کمښت هلته په وضیعت پورې تړلی دی او زه هیله من یم چې ددې وضیعت ارزولو په موخه موږ ناستې ولرو. مهمه موضوع دا ده چې موږ غواړو د افغانستان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوو.)

د مالوماتو له مخې، دا مهال د امریکايي ځواکونو شمېر څلور زرو ته را کم شوی چې په سویل، ختیځ، مرکزي ولایتونو او د باګرام د لویې اډې له یوې برخې څخه یې خپل پوځیان او تجهیزات اېستلی دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر څنګ ناټو هم ماموریت لري چې د ناټو د غړو هېوادونو شمېر دا مهال له لس زرو پورته دی، خو ناټو تر اوسه روښانه کړې نه ده چې دوی به څه وخت له افغانستان څخه وځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist