Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زابل کې زده کوونکي: د ښوونځي ودانۍ نشتون مو زده‌کړییز بهیر ټکنی کړی

زابل کې زده کوونکي: د ښوونځي ودانۍ نشتون مو زده‌کړییز بهیر ټکنی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/28

د زابل په مرکز کلات کې د لسم نمبر په نوم ابتدایه ښوونځي زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

زده کوونکي وايي، د ودانۍ نشتون يي زده کړییز بهیر ټکنی کړی او په ګرمۍ او سړې هوا کې په سم ډول زده کړې نه شي کولی.

د ښوونځي یو تن زده کوونکی محمد نظر وايي: « دلته دوړې وي، سهار چې راشو یخ وي، غرمه دوړې وي، کتابچې او کتابونه نه شو راویستی، ځکه بادونه وي. که موږ ته د ښوونځي ودانۍ جوړه شي، په ښه توګه به خپلې زده کړې وکړو، په دغه خاوره کې ناست یو. دلته غرمه بیا ډېر تېز لمر وي.»

یوه بله زده کوونکې بې نظیره بیا وايي: « دلته وخت نا وخت دومره سختې دوړې وي چې کتابونه مو باد یوسې، سترګې مو له خاورو ډکې شي، لمر تېز وي که ودانۍ راته جوړه شي ډېره به ښه شي.»

د یاد ښوونځي ښوونکي هم وايي، د ودانۍ نشتون له سختو ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي، چې د زابل ټولو بې ودانیو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

د لسم نمبر ابتدایه ښوونځي مدیر نذیرالله وايي: « د سرپناه لپاره ځای نه لرو، دلته ځینې وخت داسې دوړې پېښېږي، چې په تدریسي بهیر کې مو له سختو ستونزو سره مخ کوي. د ګرمۍ په موسم کې بیا د ګرمۍ له امله له ستونزو سره مخ یو او زده کوونکي تېز لمر ته ناست وي، له همدې امله تر ټاکلي وخته زده کړې نه شي کولی او اړ کېږو چې وخته یې رخصت کړو. په سړه هوا کې بیا د سهار لخوا په خپل وخت تدریس نه شو پيلولی، ځکه چې یخ زیات وي او زده کوونکي سرپناه نه لري.»

ښوونکی احسان الله احسان وايي: « زموږغوښتنه دا ده چې ښوونځي ته باید وداني جوړه شي، څو په ښه ډول درس او تدریس پرمخ یوسو، تاسې خپله اوس د ښوونځي حالات او دا ستونزې ولیدلې چې ټول زده کوونکی په لاره کې دوړو او خاورو ته ناست دي، چې دا ډېره لویه ستونزه ده؛ نو موږ ته باید ژر تر ژره یوه ودانۍ جوړه شي.»

ورته مهال د زابل ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د اسلامي امارت او ځینو موسساتو په مرسته يي د یو شمېر ښوونځيو ودانۍ ترمیم او جوړې کړي او نږدي راتلونکې کې به د یو شمېر نورو ښوونځیو د ودانیو جوړېدو چارې هم ترسره شي.

د زابل پوهني رئیس مولوي ګل ولي متقي وايي: « په رښتیا هم زابل کې موږ د ښوونځيو ودانۍ کمې لرو، د پوهنې ریاست له لوري اته بابه ښوونځي د اسلامي امارت په بودیجه رغول شوې دي او په ټول ولایت کې مو ۴۷ چهاردیوالۍ جوړې کړې دي او ۱۵ بایه ښوونځي مو د همکارو موسسو په مرسته رغولې دي، هغه چهاردیوالې چې د یونېسف په همکارۍ جوړې شوې په دې کې د ۲۰ بایه ښوونځيو د ودانیو جوړولو اراده لرو.»

د زابل پوهنې ریاست مسوولینو د مالوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۱۶۹ ښوونځي شتون لري، چې له جملې يي ۴۴ ښوونځي ودانۍ نه لري او هڅه کوي یادو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist