که څه هم هېواد په سږني ژمي کې د نورو کلونو پرتله د کمو ورښتونو شاهد دی، خو حکومت د وروستيو بارانونو او واورو له امله د ځينو ولايتونو د لويو لارو د تړل کېدو پخلی کوي.
د ټولګټو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د سختو واورو او توپان له امله د سالنګ لويې لارې سربېره، په غور او دایکندي کې له مرکز سره د ولسواليو لارې د تګ راتګ پرمخ تړل شوي دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، دغه لارې له تېرې شپې راهیسې تړل شوي او په ځینو ځایونو کې د واورې ورښت تر یو متر هم زیات شوی دی.
حق شناس پر يادو لارو له تلونکو مسافر غواړي چې د اوس لپاره دې پر تړل شویو لارو له تګ راتګ ډډه وکړي.
هغه زیاتوي: « د سالنګونو لویه لار د تېرې شپې له 11:55 دقیقو راهیسې د واورې، تېز ورښت، توپان او د لیدو ساحې د کموالي له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې. دا مهال د ټولګټو وزارت د سالنګونو ساتنې او څارنې پرسونل هڅه کوي چې یاده لویه لار د تېزې واورې او توپان له درېدو سره سمه، پاکاري او د تګ راتګ پرمخ یې پرانیزې.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند ملا جانان سايق وايي: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې واوره او بارانونه دي. د دغې واورې او بارانونو له امله په دایکندي کې د غره ښوېیدنې پېښه کې یو تن شهید شوی، همداراز په بامیانو، دایکندي، سرپل او غزني ولایتونو کې له مرکز سره د ۲۰ ولسوالیو ترڅنګ د سالنګ عمومي لاره هم د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده او په هېواد کې د ټولو لارو د خلاصون لپاره اړونده ادارې لاس په کار شوې.»
په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې اداره وایي، تر راتلونکې يکشنبې په ډېرو ولایتونو کې چې مرکزي او ختيځ ولایتونه رانغاړي، د بارانونو او واورې اټکل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د هوا پېژندنې مدير محمد خالد حليم وايي: « د هوا پېژندنې د بېلابېلو ماډلونو او نقشو د تحلیل او تجزیې په وسیله په سراسر افغانستان کې تر راتلونکې یکشنبې د واورې او بارانونو اټکل شوی، چې تر ټولو زیاته واوره او باران د هېواد په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې ده.»
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، کلنيو ورښتونو تل خلک ځپلي او وړانديز کوي، چې حکومت دې د طبیعي پېښو له واقع وړاندې خلکو ته عامه پوهاوي په ورکولو سره د احتمالي زيانونو مخنيوی وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد شاکریعقوبي وايي: « پرله پسې واورې او بارانونه کولی شي خلکو ته احتمالي زیانونه او خطرونه پېښ کړي؛ نو حکومت باید هڅه وکړي چې د احتمالي پېښو او ګواښونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي تر څو د احتمالي زیانونو د کمولو په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې یوازې په نورستان او پنجشېر ولایتونو کې د غره او واورې ښوئیدنې له امله ۲۷ کسان خپلو ژوند له لاسه ورکړی دی.