Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله د طبیعي پېښو رامنځته کېدو اټکل زیات شوی

د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله د طبیعي پېښو رامنځته کېدو اټکل زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/27

که څه هم هېواد په سږني ژمي کې د نورو کلونو پرتله د کمو ورښتونو شاهد دی، خو حکومت د وروستيو بارانونو او واورو له امله د ځينو ولايتونو د لويو لارو د تړل کېدو پخلی کوي.

د ټولګټو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د سختو واورو او توپان له امله د سالنګ لويې لارې سربېره، په غور او دایکندي کې له مرکز سره د ولسواليو لارې د تګ راتګ پرمخ تړل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، دغه لارې له تېرې شپې راهیسې تړل شوي او په ځینو ځایونو کې د واورې ورښت تر یو متر هم زیات شوی دی.

حق ‌شناس پر يادو لارو له تلونکو مسافر غواړي چې د اوس لپاره دې پر تړل شویو لارو له تګ راتګ ډډه وکړي.

هغه زیاتوي: « د سالنګونو لویه لار د تېرې شپې له 11:55 دقیقو راهیسې د واورې، تېز ورښت، توپان او د لیدو ساحې د کموالي له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې. دا مهال د ټولګټو وزارت د سالنګونو ساتنې او څارنې پرسونل هڅه کوي چې یاده لویه لار د تېزې واورې او توپان له درېدو سره سمه، پاکاري او د تګ راتګ پرمخ یې پرانیزې.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند ملا جانان سايق وايي: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۵  ولایتونو کې واوره او بارانونه دي. د دغې واورې او بارانونو له امله په دایکندي کې د غره ښوېیدنې پېښه کې یو تن شهید شوی، همداراز په بامیانو، دایکندي، سرپل او غزني ولایتونو کې له مرکز سره د ۲۰ ولسوالیو ترڅنګ د سالنګ عمومي لاره هم د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده او په هېواد کې د ټولو لارو د خلاصون لپاره اړونده ادارې لاس په کار شوې.»

په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې اداره وایي، تر راتلونکې يکشنبې په ډېرو ولایتونو کې چې مرکزي او ختيځ ولایتونه رانغاړي، د بارانونو او واورې اټکل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د هوا پېژندنې مدير محمد خالد حليم وايي: « د هوا پېژندنې د بېلابېلو ماډلونو او نقشو د تحلیل او تجزیې په وسیله په سراسر افغانستان کې تر راتلونکې یکشنبې د واورې او بارانونو اټکل شوی، چې تر ټولو زیاته واوره او باران د هېواد په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې ده.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، کلنيو ورښتونو تل خلک ځپلي او وړانديز کوي، چې حکومت دې د طبیعي پېښو له واقع وړاندې خلکو ته عامه پوهاوي په ورکولو سره د احتمالي زيانونو مخنيوی وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد شاکریعقوبي وايي: « پرله پسې واورې او بارانونه کولی شي خلکو ته احتمالي زیانونه او خطرونه پېښ کړي؛ نو حکومت باید هڅه وکړي چې د احتمالي پېښو او ګواښونو  په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي تر څو د احتمالي زیانونو د کمولو په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د  تېرې یوې اوونۍ په لړ کې یوازې په نورستان او پنجشېر ولایتونو کې د غره او واورې ښوئیدنې له امله ۲۷ کسان خپلو ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist