Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ: د نوي کال تر پیل خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسو

admin by admin
2020/10/08

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کرار کرار د خپلې هغې ژمنې عملي کولو ته نږدې کېږي چې له افغاستان څخه یې د سرتیرو د وتلو په اړه کړې وه.

 ټرمپ تازه په خپل ټوېټر پاڼه اعلان کړی چې په افغانستان کې پاتې سرتیري به تر کرسمس پورې یعنې دوه میاشتې وروسته خپل کور ستانه کړي.

ټرمپ لیکلي: ((موږ بايد تر کرسمس پورې  پاتې لږ شمېر زړور سرتېري، چې افغانستان کې خدمت کوي کور ته را ستانه کړو.))

کله چې ټرمپ واک ته ورسېد، په افغانستان د دوی د عسکرو شمېر له لس زرو زیات وه، خو اوس دغه شمېره له نیمايي هم کمه ده.

امریکا له طالبانو سره په کړې توافقنامه کې ژمنه کړې وه چې په څوارلس میاشتو کې به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي، خو اوس داسې ښکاري چې له هغې وړاندې وتلو ته تلوار لري.

طالبانو بیا د امریکا د ولسمشر د دې اقدام هرکلی کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ((اسلامي امارت د دغه اعلان هر کلی کوي او دا اقدام د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د توافقنامې د عملي کولو په کار کې خورا مثبت ګام بولي.))

بهرني ځواکونه اوس عملیاتي ماموریت نلري او له افغان ځواکونو سره د روزنې او تجهیز په برخه کې مرسته کوي.

د امریکايي ځواکونو د عسکرو شمېر دا مهال له پنځو زرو کم ښودل کېږي، خو د ناټو په چوکاټ کې ۳۷ هېوادونه کابو ۸۰۰۰ ځواکونه لري چې تر ټولو ډېر د جرمني ۱۳۰۰ او تر ټولو کم د لوکسامبورګ هېواد دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist