Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ستراتیژیکه اړتیا ده

رینا امیري: پر افغان ښځو او نجونو وضعه شوي بنديزونه ګواښوونکي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/18

په داسې حال کې، چې سرپرست حکومت په افغانستان کې ټول بشري حقونه خوندي بللي، خو تازه امريکايي چارواکي ادعا کوي چې دغلته پر ښځو او نجونو وضعه کړای شوي بنديزونه ګواښوونکي دي.

د  افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امنې محمد سره لېدنه کې، د افغان ښځو د ملاتړ او بشري حقونو په اړه خبرې کړي.

رينا امیري د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د سرپرست حکومت پالېسۍ ځپونکې ګڼلي او زياته کړې يې ده، چې د يادو پالېسو د تطبيق دوام د ښځو او نجونو حقونو پر وړاندې ګواښ دی.

هغې زیاته کړې:« د افغانستان ښځو پر وړاندې سخت دریځه پاليسۍ، په سيمه او بهر کې د ښځو حقونو ته ګواښ دی.»

هم مهاله د بښنې نړيوال سازمان د ملګرو ملتونو په نوښت په دوحې کې د افغانستان په اړه کېدونکې ناسته د عامو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو دفاع لپاره غوره فرصت بللی دی.

بښنې نړيوال سازمان په خپره کړې اعلاميه کې د ياد سازمان د مشر ډيپروس موچینا له قوله ويلي، چې د بشري حقونو په برخه کې د نړيوالو چلن سوړ دی او نه شي کولی چې د بشري حقونو وضعيت  ته په کتو خپل سوړ چلن جاري وساتي.

هغه زیاته کړې:« په دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي او ټول ځانګړي استازي چې له سیمې او بهر څخه په دې غونډه کې ګډون کوي، باید ټینګار وکړي، څو طالبان ژر تر ژره ټول هغه بندیزونه چې پر ښځو او نجونو يې لګولي، لرې کړي او هغه ښځې چې په خپلسرې او ناقانونه توګه نیول شوي، بېرته خوشې کړي.»

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه دا اندېښنې داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله ويګنا راجا د ښځو د پياوړتيا په اړه بحثونو لپاره کابل ته راغلې.

ویل کیږي چې نوموړې به له اقتصادي پلوه د افغان مېرمنو پر ځان بسیاینې، په ټولنه کې د هغوی پر ګډون او ځينو نورو مسايلو خبرو او بحثونو کې ونډه ولري.

خو د اسلامي  امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، د نړیوالو اندېښنې د افغان ښځو حقونو پر وړاندې ناسمې دي او برعکس د ښځو لپاره ارامه او خوندي فضاء رامنځته شوې.

دغه راز مجاد د امريکا په شمول د بشري حقونو يو شمېر مدافع بنسټونو هغه ادعاوې هم بې اساسه بولي، چې ګواکې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د حکومت پاليسۍ پر سخت دريځۍ ولاړې دي.

اخوا د ښځو د حقونو فعالانې وایي، ښځې نباید له ټولنې حذف شي او حکومت ته پکار ده، چې په دې برخه کې د نړيوالو د اندېښنو رفعه کولو لپاره په ټولو برخو کې ښځو ته د فعاليت برابره اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې چې قطر پلازمینه دوحه کې نن د افغانستان په تړاو ناسته جوړېږي او په کې به  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ګومارلو سربېره د ګډونوالو له لوري د افغان ښځو او نجونو او په ټوله کې د بشري حقونو پر وضعيت بحثونه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist