Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټه د دوحې هوکړې په اړه ناسته رابولي

د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټه د دوحې هوکړې په اړه ناسته رابولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/15

د امريکا استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټه د فبرورۍ په ۱۵مه په دوحې کې د امريکا او د اسلامي امارت ترمنځ د شوې هوکړې په اړه بحث کوي.

د بحث لپاره دې ناستې ته د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم وربلل شوی دی.

د يادې کمېټې د مالوماتو له مخې، خلیلزاد به د دوحې هوکړې تطبيق او نه تطبيق په اړه يادې کمېټې ته مالومات ورکړي.

د امريکا د استازو جرکې د بهرنيو اړيکو کمېټې په دې اړه يوه بيان کې ويلي، د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د دې غونډې موضوع ” د پردې شاته څرنګه د بایډن حکومت ونشوای کړای د دوحې توافق پلی کړي ” نومولې.

یادې جرګې زیاته کړې:« دا ناسته د پردې شاته د بايډن ادارې څنګه د دوحې هوکړه عملي نشوی کړای تر عنوان لاندې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټیرېش په کوربه‌توب د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره د دویمې مشورتي ناستې د جوړېدو په درشل کې جوړېږي.»

د دوحي هوکړه‌لیک له ۱۱ پړاوه خبرو وروسته، ۱۳۹۸ په کب میاشت کې د اسلامي امارت او د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دغه ناسته د دوحې هوکړه‌ليک د مادو نه عملي کېدو په خاطر رابلل کېږي، ترڅو د يادې هوکړې اړوند هغه مادې چې نه دي عملي شوي، د اعمالولو لپاره اصولي لارې چارې په ګوته کړي.

امريکا په دوحې کې له اسلامي امارت سره هوکړې ته د رسېدو په موخه ۱۱ پړاوه مذاکرات وکړل او بلاخره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه يې د يادو مذاکراتو په پایله کې ترلاسه شوې هوکړه لاسليک کړه.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې په دې ناسته کې به د دوحې هوکړې اړوند پر کومو مواردو بحث وشي او  ايا دغه ناسته به د يادې هوکړې په تطبيق کې مؤثريت ولري؟

 د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي:« په کانګرس کې چې دغه ناستې راغوښتل کېږي، د جمهوريت پالو له خوا وي. دوی ( جمهوریت پاله) په دې هڅه کې دي چې بایډن وځپي، بایډن کمزوری معرفي کړي او له دې موضوع ټاکنو کې بریا لپاره استفاده کوي.»

په دې هوکړه کې له وسله‌والو ډلو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پرې کېدو ترڅنګ په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړیدو او په دغه هېواد کې بشري حقونو ته د درناوي مسایلو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په يوه مرکه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د دغه هېواد د تاریخ تر ټولو شرموونکې پېښه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist