د کورنيو چارو سرپرست سراجالدين حقاني چې سوېل ختيځو ولايتونو ته په سفر تللی، په پکتيا ولایت کې یې يوې ناسته ته ویلي، اړتيا ده چې د زړونو او فکري يووالي ته لومړيتوب ورکړل شي او په خبره يې د دې کار په پایله کې د خلکو ترمنځ يووالی به ټينګ او دوامداره امنيت يقيني کېدای شي.
حقاني زیاته کړې:« زه له تا او ته له ما ونه ډار شې، چې دا باور مو سره جوړ شي. باور مو چې جوړ سره شو، بیا اعتماد منځته راځي، چې اعتماد راشي، بیا امن راځي، امن چې منځته راشي، هر څوک بیا د خپل ژوند راتلونکې په اړه هڅه کوي.»
حقاني و ايي، د خلکو خپګان مخنيوي لپاره اړتيا ده چې ورسره له نرمښت کار واخېستل شي.
هغه زیاته کړې:« زه چې هر وخت دا نصیحت کوم، د نرمۍ خبره کوم، یوازې د دې لپاره یې کوم چې نظام عبارت دی د ملت او ولس له خدماتو، یعنې حکومت به خادم جوړېږي.»
حقاني له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستې اړينې او حياتي بولي خو ټينګار کوي، چې دا مرستې بايد د اختلافاتو زياتولو پر ځای د خلکو د اساسي اړتيا پر اساس ترسره شي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير تل د قومونو ترمنځ پر يووالي ټينګار کړی او ملي يووالی يې د افغانستان د راتلونکې هوساينې او استحکام لپاره کليدي فکټور بللی دی.
نوموړي څه موده وړاندې د ولس په وړاندې د امنيتي ځواکونو د چلن پر نرمښت هم ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې ولس له جګړې وتلی او د هوساينې لپاره دې يې په وړاندې د ستونزو جوړولو پر ځای د هوساينې ته کار وشي.