Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج الدین حقاني: افغانستان د سیاسي امنیتي او اقتصادي ثبات لور ته روان دی

سراج ‌الدين حقاني: د فکرونو جوړول د هېواد جوړېدو اساس دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/12

د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني چې سوېل ختيځو ولايتونو ته په سفر تللی، په پکتيا ولایت کې یې يوې ناسته ته ویلي، اړتيا ده چې د زړونو او فکري يووالي ته لومړيتوب ورکړل شي او په خبره يې د دې کار په پایله کې د خلکو ترمنځ يووالی به  ټينګ او دوامداره امنيت يقيني کېدای شي.

حقاني زیاته کړې:« زه له تا او ته له ما ونه ډار شې، چې دا باور مو سره جوړ شي. باور مو چې جوړ سره شو، بیا اعتماد منځته راځي، چې اعتماد راشي، بیا امن راځي، امن چې منځته راشي، هر څوک بیا د خپل ژوند راتلونکې په اړه هڅه کوي.»

حقاني و ايي، د خلکو خپګان مخنيوي لپاره اړتيا ده چې ورسره له نرمښت کار واخېستل شي.

هغه زیاته کړې:« زه چې هر وخت دا نصیحت کوم، د نرمۍ خبره کوم، یوازې د دې لپاره یې کوم چې نظام عبارت دی د ملت او ولس له خدماتو، یعنې حکومت به خادم جوړېږي.»

حقاني له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستې اړينې او حياتي بولي خو ټينګار کوي، چې دا مرستې بايد د اختلافاتو زياتولو پر ځای د خلکو د اساسي اړتيا پر اساس ترسره شي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير تل د قومونو ترمنځ پر يووالي ټينګار کړی او ملي يووالی يې د افغانستان د راتلونکې هوساينې او استحکام لپاره کليدي فکټور بللی دی.

نوموړي څه موده وړاندې د ولس په وړاندې د امنيتي ځواکونو د چلن پر نرمښت هم ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې ولس له جګړې وتلی او د هوساينې لپاره دې يې په وړاندې د ستونزو جوړولو پر ځای د هوساينې ته کار وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist