د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره د دوحې د راتلونکې ناستې وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو او د خپلې ارزونې د وړاندیزونو په اړه خبرې کړي.
امیر متقي یو ځل بیا ویلي، اسلامي امارت ملګرو ملتونو سره رغنده ماناداره تعامل ته لېوالتیا لري او د دوحې ناسته یې د افغانستان او سیمې لپاره مهمه بللې.
متقي د دوحې ناسته یو ښه فرصت بللی خو ویلي یې دي چې د ناستې د جوړښت، اجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو مالوماتو ترلاسه کولو وروسته به په کې د ګډون پرېکړه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:« اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري او د سینیرلي اوغلو شخصي هڅې یې وستایلې او د دوحې د ناستې د بریا هېله یې څرګنده کړه، متقي د سینیرلي اوغلو په خپلواکې ارزونه کې د مثبتو ټکو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.»
متقي دغه راز یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازوالۍ یوناما په شتون کې د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي ټاکلو ته کوم موجه دلیل او اړتیا نشته دی.
سینرلي اوغلو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته په دوحې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې او د دې ناستې اصلي او اساسي موخه یې له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړۍوالې ټولنې مسلسل تعامل بللی څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګونه رامنځته شي.
خو اوس اصلي پوښتنه داده، چې د دوحې ناستې پایلې به د افغانستان لپاره څه وي او دغه راز د افغانستان لپاره د یوناما په شتون کې د بل استازي ټاکل ضروروې ده او که نه؟
د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« هڅه کوي چې طالبانو ته قناعت ورکړي ترڅو په دې ناسته کې ګډون ولري او د افغانستان په اړه د دوی (طالبانو) په حضور کې تصامیم ونېول شي. دوی (طالبانو) نظریات واورېدل شي، ترڅو له طالباوم سره د راکړې ورکړې او رسمیت پېژندنې لاره هواره شي.»
د سیاسي چارو کارپوهان د دوحې ناسته د افغانستان لپاره مهمه ګڼي او وایي، که چېرې په دې ناسته کې افغان پلاوی ګډون ونه کړي افغانستان به لا منزوې شي او د رسمي تعامالاتو فرصتونه به هم له منځه ولاړ شي.
د متقي او سینیرلي اوغلو له کتنې دوه ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا له متقي سره وکتل او د دوحې په ناسته کې د ګډون بلنه یې ورکړه.
په پام کې ده، چې د دوحې ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر مشرۍ د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د قطر پلازمینه کې جوړه شي او په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکنه سربېره پر نورو مسایلو له هغې ډلې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پر وضعیت خبرې وشي.
خو له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په یوې مرکه کې ویلي ول، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارل د ملګرو ملتونو له قوانینو سره په ټکر کې پرېکړه ده او له یاد استازي سره به همکاري ونه کړي.