Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: له ملګرو ملتونو سره ماناداره تعامل ته لېوالتيا لرو

متقي: له ملګرو ملتونو سره ماناداره تعامل ته لېوالتيا لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/07

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره  د دوحې د راتلونکې ناستې وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو او د خپلې ارزونې د وړاندیزونو په اړه خبرې کړي.

 امیر متقي یو ځل بیا ویلي، اسلامي امارت ملګرو ملتونو سره رغنده ماناداره تعامل ته لېوالتیا لري او د دوحې ناسته یې د افغانستان او سیمې لپاره مهمه بللې.

متقي د دوحې ناسته یو ښه فرصت بللی خو ویلي یې دي چې د ناستې د جوړښت، اجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو مالوماتو ترلاسه کولو وروسته به په کې د ګډون پرېکړه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:« اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري او د سینیرلي اوغلو شخصي هڅې یې وستایلې او د دوحې د ناستې د بریا هېله یې څرګنده کړه، متقي د سینیرلي اوغلو په خپلواکې ارزونه کې د مثبتو ټکو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.»

متقي دغه راز یو ځل بیا  ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازوالۍ یوناما په شتون کې د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي ټاکلو ته کوم موجه دلیل او اړتیا نشته دی.

سینرلي اوغلو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته په دوحې  ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې او د دې ناستې اصلي او اساسي موخه یې له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړۍوالې ټولنې مسلسل تعامل بللی څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګونه رامنځته شي.

خو اوس اصلي پوښتنه داده، چې د دوحې ناستې پایلې به د افغانستان لپاره څه وي او دغه راز د افغانستان لپاره د یوناما په شتون کې د بل استازي ټاکل ضروروې ده او که نه؟

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« هڅه کوي چې طالبانو ته قناعت ورکړي ترڅو په دې ناسته کې ګډون ولري او د افغانستان په اړه د دوی (طالبانو) په حضور کې تصامیم ونېول شي. دوی (طالبانو) نظریات واورېدل شي، ترڅو له طالباوم سره د راکړې ورکړې او رسمیت پېژندنې لاره هواره شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د دوحې ناسته د افغانستان لپاره مهمه ګڼي او وایي، که چېرې په دې ناسته کې افغان پلاوی ګډون ونه کړي افغانستان به لا منزوې شي او د رسمي تعامالاتو فرصتونه به هم له منځه ولاړ شي.

 د متقي او سینیرلي اوغلو له کتنې دوه ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا له متقي سره وکتل او د دوحې په ناسته کې د ګډون بلنه یې ورکړه.

 په پام کې ده، چې د دوحې ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر مشرۍ د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د قطر پلازمینه کې جوړه شي او په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکنه سربېره پر نورو مسایلو له هغې ډلې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پر وضعیت خبرې وشي.

 خو له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په یوې مرکه کې ویلي ول، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارل د ملګرو ملتونو له قوانینو سره په ټکر کې پرېکړه ده او له یاد استازي سره به همکاري ونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist