د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، له دوو کلونو راهيسې افغانستان د فساد په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۲ نمرې راښکته شوی چې په تازه درجه بندۍ کې ۱۶۲ ځای لري.
دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال کلني راپور کې چې فساد ته پر نړیواله کچه کتنه کېږي او نړیواله درجه بندي اعلانوي؛ ویلي افغانستان له ۱۰۰ امتیازونو يوازې ۲۰ هغه ترلاسه کړي.
د راپور یوه برخه : « افغانستان په ۲۰۲۲کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ۲۰ امتیازونو په لرلو سره د نړیوالې درجه بندۍ له مخې ۱۶۲ ځای خپل کړی، چې د پخوا پرتله د فساد زیاتوالی په ګوته کوي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په حکومت کې د هر ډول فساد موجودیت ردوي او وايي، د فساد پر وړاندې جدی مبارزه روانه ده او د يادې پديدې د کنترول لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
مجاهد زیاتوي: « د روڼتیا نړیوال سازمان چې کوم مالومات خپاره کړي؛ دا به د دوی د خپلو پرنسېپونو پر بنسټ یې؛ خو افغانستان بیا هم ښه ځای په کې لري. دا چې د تېر کال پرتله څلور درجې ټيټوالی ښيي، د دې مانا دا نه ده چې په افغانستان کې به فساد وي، کېدای شي د ځینې نورو هېوادونو د روڼتیا کچه لوړه شوې وي او درجې یې لوړې شوې وي. په افغانستان کې چې موږ څه وینو هغه دا دي چې دلته د فساد پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده، د فساد مخه نیول شوې ده او هېڅ ډول فساد ته اجازه نه ورکول کېږي، بیا هم انساني ټولنه ده که یوه یا دوه سلنه فساد وي په کې د دې د مخنیوي لپاره هم زموږ هڅې روانې دي.»
بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه د ستاینې وړ ده او په خبره يې کوم راپور چې د روڼتیا نړیوال سازمان له خوا خپور شوی، د افغانستان په اړه یې ناسم قضاوت کړی.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « زما په نظر دا یو ناعادلانه راپور دی، ځکه چې په افغانستان کې اوس الحمدالله ۹۰سلنه اداري فساد له منځه تللی او موږ چې د خصوصي سکټور په برخه کې فعال یو، نو موږ پوهېږو چې د فساد کچه څومره ټيټه شوې. هیله من یو دا ۱۰ سلنه فساد چې پاتې دی، د دې له منځه وړلو لپاره هم مبارزه وشي ترڅو فساد له افغانستانه په عمومي ډول له منځه ولاړ شي.»
د روڼتیا نړیوال سازمان په نوي راپور کې د افغانستان په تړاو د فساد جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې افغانستان د دغه نوملړ په ټیټه درجه کې دی او په تېرو کلونو کې هم افغانستان د روڼتیا په نړیواله درجه بندۍ کې تر ټولو ټیټ امتیازونه لرل.