Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال پرتله اداري فساد زیات شوی

د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال پرتله اداري فساد زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/01

د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، له دوو کلونو راهيسې افغانستان د فساد په نړیواله درجه بندۍ کې  ۱۲ نمرې راښکته شوی چې په تازه درجه بندۍ کې ۱۶۲ ځای لري.

دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال کلني راپور کې چې فساد ته پر نړیواله کچه کتنه کېږي او نړیواله درجه بندي اعلانوي؛ ویلي افغانستان له ۱۰۰ امتیازونو يوازې ۲۰ هغه ترلاسه کړي.

د راپور یوه برخه : « افغانستان په ۲۰۲۲کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ۲۰ امتیازونو په لرلو سره د نړیوالې درجه بندۍ له مخې ۱۶۲ ځای خپل کړی، چې د پخوا پرتله د فساد زیاتوالی په ګوته کوي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په حکومت کې د هر ډول فساد موجودیت ردوي او وايي، د فساد پر وړاندې جدی مبارزه روانه ده او د يادې پديدې د کنترول لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

مجاهد زیاتوي: «  د روڼتیا نړیوال سازمان چې کوم مالومات خپاره کړي؛ دا به د دوی د خپلو پرنسېپونو پر بنسټ یې؛ خو افغانستان بیا هم ښه ځای په کې لري. دا چې د تېر کال پرتله څلور درجې ټيټوالی ښيي، د دې مانا دا نه ده چې په افغانستان کې به فساد وي، کېدای شي د ځینې نورو هېوادونو د روڼتیا کچه لوړه شوې وي او درجې یې لوړې شوې وي. په افغانستان کې چې موږ څه وینو هغه دا دي چې دلته د فساد پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده، د فساد مخه نیول شوې ده او هېڅ ډول فساد ته اجازه نه ورکول کېږي، بیا هم انساني ټولنه ده که یوه یا دوه سلنه فساد وي په کې د دې د مخنیوي لپاره هم زموږ هڅې روانې دي.»              

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه د ستاینې وړ ده او په خبره يې کوم راپور چې د روڼتیا نړیوال سازمان له خوا خپور شوی، د افغانستان په اړه یې ناسم قضاوت کړی.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: «  زما په نظر دا یو ناعادلانه راپور دی، ځکه چې په افغانستان کې اوس الحمدالله ۹۰سلنه اداري فساد له منځه تللی او موږ چې  د خصوصي سکټور په برخه کې فعال یو، نو موږ پوهېږو چې د فساد کچه څومره ټيټه شوې. هیله من یو دا ۱۰ سلنه فساد چې پاتې دی، د دې له منځه وړلو لپاره هم مبارزه وشي ترڅو فساد له افغانستانه په عمومي ډول له منځه ولاړ شي.»                    

د روڼتیا نړیوال سازمان په نوي راپور کې د افغانستان په تړاو د فساد جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې افغانستان د دغه نوملړ په ټیټه درجه کې دی او په تېرو کلونو کې هم افغانستان د روڼتیا په نړیواله درجه بندۍ کې تر ټولو ټیټ امتیازونه لرل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist