په بغلان ولایت کې له ۸۳ کلونو وروسته یو ځل بیا د بورې تولید دولتي کارخونه فعاله شوه.
مسوولین وايي، د بغلان د بورې دولتي شرکت کې ۳۵۰ فني او دغه راز ۷۰۰ خدماتي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په فعالېدو سره یې د هېواد د اړتیا وړ درې سلنه بوره تولیدوي.
د بغلان شکر دولتي شرکت په پرانېست غونډه کې د دولتي شرکتونو عمومي مشر الحاج مولوي عبدالحمید اخوندزاده وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې حکومت د دې پر ځای چې په شرکتونو پانګونه وکړي، بیارغونې ته یې پام وشي د لمنځه وړلو لپاره یې هڅې شوې وې.
هغه زیاته کړه: « د دې انقلابونو په راتګ سره دا ډول بنسټونه چې د افغانستان د دولت ۶۰ سلنه پانګه یې جوړوله، ټکني شول او ان تر دې حده ورسېدل چې له منځه لاړل.»
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دې ولایت د بورې دولتي کارخونې په پرانېست غونډه کې وویل، د دا ډول پروژو ملاتړ کوي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د کوچنیو او سترو پروژو د تطبیق پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.
حقاني زیاتوي:« موږ د دغسې پروژو ملاتړ کوو، په ځانګړې توګه بغلان کې موږ د دا ډول پروژو او تاسیساتو ۱۰۰ سلنه ملاتړ کوو او خادمان یې یو. موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د داسې پروژو او بیارغونې کوم پلانونه چې طرحه کېږي او یا عملي کېږي، پر وړاندې خنډ جوړ کړي.»
د دغه ولایت اوسېدونکي بیا وايي، د یادې کارخونې په فعالېدو سره به لسګونه کسان په دندو وګومارل شي؛ خو له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې هم دې له بزګرانو سره د جغندرو په ورکړه کې مرسته وکړي او بل دې د دغې کارخونې اړوند ځمکې له غاصبینو وژغوري تر څو بزګران په کې د بورې لپاره خام مواد تولید کړي.
د بغلان یو تن اوسېدونکی محمد الله وايي: « موږ له اسلامي امارته ډېر منندوی یو چې دا کارخونه یې موږ ته فعاله کړه او بهرنیو هېوادونو ته له تلو یې راوګرځولو. زموږ اولادونه ډېر په ستونزو بهرنیو هېوادونو ته روان وو، اوس الحمدالله دلته ورته د کار زمینه برابره شوه او د ورځې درې، درې نیم سوه کسان دلته کار کوي. څه ځمکې دلته د خلکو لخوا غصب شوې دي؛ نو موږ غواړو دا هم له غاصبینو راوګرځول شي.»
د بغلان د بورې کارخونه په ۱۳۱۹ هـ لمریز کال کې د جرمني هېواد په مرسته جوړه شوه، چې په ۱۳۷۰ کال کې یې د کورنيو جګړو له امله فعالیت درېدلی وو، څو کاله وړاندې یادې کارخونې یوځل بیا په کار پيل وکړ؛ خو د خامو موادو نشتون، د ځمکو غصب او دغه راز د واکمن حکومت نه پاملرنې بیا له سقوط سره مخ کړه او اوس بیا د مالیې وزارت په مرسته فعاله شوه.