Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې د بورې تولید دولتي کارخونه بیا فعاله شوه

بغلان کې د بورې تولید دولتي کارخونه بیا فعاله شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/28

په بغلان ولایت کې له ۸۳ کلونو وروسته یو ځل بیا د بورې تولید دولتي کارخونه فعاله شوه.

مسوولین وايي، د بغلان د بورې دولتي شرکت کې ۳۵۰ فني او دغه راز ۷۰۰ خدماتي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په فعالېدو سره یې د هېواد د اړتیا وړ درې سلنه بوره تولیدوي.

د بغلان شکر دولتي شرکت په پرانېست غونډه کې د دولتي شرکتونو عمومي مشر الحاج مولوي عبدالحمید اخوندزاده وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې حکومت د دې پر ځای چې په شرکتونو پانګونه وکړي، بیارغونې ته یې پام وشي د لمنځه وړلو لپاره یې هڅې شوې وې.

هغه زیاته کړه: « د دې انقلابونو په راتګ سره دا ډول بنسټونه چې د افغانستان د دولت ۶۰ سلنه پانګه یې جوړوله، ټکني شول او ان تر دې حده ورسېدل چې له منځه لاړل.»

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دې ولایت د بورې دولتي کارخونې په پرانېست غونډه کې وویل، د دا ډول پروژو ملاتړ کوي او هېچاته  به اجازه ورنه کړي، چې د کوچنیو او سترو پروژو د تطبیق پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

حقاني زیاتوي:« موږ د دغسې پروژو ملاتړ کوو، په ځانګړې توګه بغلان کې موږ د دا ډول پروژو او تاسیساتو ۱۰۰ سلنه ملاتړ کوو او خادمان یې یو. موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د داسې پروژو او بیارغونې کوم پلانونه چې طرحه کېږي او یا عملي کېږي، پر وړاندې خنډ جوړ کړي.»

د دغه ولایت اوسېدونکي بیا وايي، د یادې کارخونې په فعالېدو سره به لسګونه کسان په دندو وګومارل شي؛ خو له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې هم دې له بزګرانو سره د جغندرو په ورکړه کې مرسته وکړي او بل دې د دغې کارخونې اړوند ځمکې له غاصبینو وژغوري تر څو بزګران په کې د بورې لپاره خام مواد تولید کړي.

د بغلان یو تن اوسېدونکی محمد الله وايي: « موږ له اسلامي امارته ډېر منندوی یو چې دا کارخونه یې موږ ته فعاله کړه او بهرنیو هېوادونو ته له تلو یې راوګرځولو. زموږ اولادونه ډېر په ستونزو بهرنیو هېوادونو ته روان وو، اوس الحمدالله دلته ورته د کار زمینه برابره شوه او د ورځې درې، درې نیم سوه کسان دلته کار کوي. څه ځمکې دلته د خلکو لخوا غصب شوې دي؛ نو موږ غواړو دا هم له غاصبینو راوګرځول شي.»

د بغلان د بورې کارخونه په ۱۳۱۹ هـ  لمریز کال کې د جرمني هېواد په مرسته جوړه شوه، چې په ۱۳۷۰ کال کې یې د کورنيو جګړو له امله فعالیت درېدلی وو، څو کاله وړاندې یادې کارخونې یوځل بیا په کار پيل وکړ؛ خو د خامو موادو نشتون، د ځمکو غصب او دغه راز د واکمن حکومت نه پاملرنې بیا له سقوط سره مخ کړه او اوس بیا د مالیې وزارت په مرسته فعاله شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist