Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: هېواد کې د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې تبعیض نشته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/25

له هېواده بهر او په خواله رسنیو کې د نسل وژنې کمپاینونه پيل شوي او پر اسلامي‌امارت تور پورې کوي چې یو خاص قوم یې ځپلی دی.

دغه کمپاینونه چې ځېنو بهرنیو رسنیو کې ورته ځانګړې برنامې وقف شوي ادعا کوي، چې اسلامي امارت په هېواد کې له قومي او مذهبي لږکیو سره دوه ګونی چلن کوي او په سیستماتیک ډول هزاره وژنه روانه ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعاوې او تورونه په کلکه ردوي او وایي، په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې هېڅ راز تبعیض نشته او په دې تړاو ادعاوې د بهرنیو کړیو او داخلې ناکامو څېرو دسیسې بولي.

هغه زیاتوي: « له افغانستانه تښتېدلي لاهم له هېواد سره د دوښمنۍ په فکر کې دي، لاهم اختلافاتو ته لمن وهي او له بې اتفاقیو خوند اخلي. افغانستان اوس بدل دی، دلته ثبات دی، امنیت دی او هېڅ ډول تبعیض ته اجازه نه ورکول کېږي. هزاره، ازبک او پښتون وروڼه یو د بل ترڅنګ په خوښۍ ژوند کوي، د هېڅ چا پر حقونو تېری نه کېږي، دقیق او حقیقي دریځ دا دی چې اسلامي امارت تبعیض نه مني.»

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي بیا له هېواده بهر د هزاره نسل وژنې په هکله پیل شوي کمپاینونه د هغو داخلې او بهرنيو کړیو کار بولي چې په افغانستان کې ناکامه څېرې پاته شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی غلام حسین هزاره وايي: « له هزاره او شعیه مذهبو سره د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو چلن اسلامي، افغاني، اخلاقي او مسوولانه دی، دا یو ډول تبلیغات دي چې ګوندې له هزاره وروڼو سره ظلم کېږي او نسل وژنه کېږي او یا ورسره د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري ظلم زیاتی کېږي؛ دا ټولې له حقیقته لرې خبرې دي.»

ځینې نور بیا پر اسلامي امارت غږ کوي چې د داسې کړیو او دسیسو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو فکرونه مخشوش کړي، شته یووالی زیانمن کړي او خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.

د سیاسي چارو شنونکی ذاکراالله هاشمي وايي:« په افغانستان کې موږ ګورو، الحمدالله د قومونو ترمنځ په یوه ښه فضاء کې ژوند روان دی، حکومت خپل خدمات په مساوي توګه وړاندې کوي، په دشت برچي کې هم سړکونه جوړېږي، روغتونونه جوړېږي او ورته څرګنده ده چې دا هر څه تبلیغات دي او زما په نظر د غرب د استخبارتي کړیو کار دی.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا دویم ځل دی چې د نړۍ په ځېنو هېوادونو او ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه د هزاره او شعیه مذهبو د وژنې مخنیوي په نوم کمپاین ترسره کېږي او پر اسلامي امارت تور پورې کوي چې له مذهبي لږکیو یې ازادي اخېستې او هزاره قوم یې ځپلی دی.

خو اسلامي امارت دغه کمپاینونه د بهرنیو افغان دښمنه کړیو کار بولي او خبرداری ورکوي چې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ نفاق او بې‌ثباتي رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist